په بنګلادیش کې میشت د میانمار مسلمانان ثبت او راجستر شول
په بنګلادیش کې د کډوالو په کمپونو کې میشت څه باندې ۵۰۰ زرو تنو د میانمار مسلمانانو ته د کډوالو ځانګړي کارتونه ورکړل شول.
ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ ویلي دي چې په بنګلادیش کې د کډوالو په کمپونو کې میشت څه باندې ۵۰۰ زره تنه د میانمار مسلمانان يي د بنګلادیش سره په ګډه ثبت او راجستر کړي دي.
د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي دي چې د ۱۲ کلونو د عمر نه لوړو عمر لرونکو په ټولو کډوالو ل يي د بایومتریک ځانګړي کارتونه ویشلي دي. دا داسې کارتونه دي چې جعل کول يي ناممکنه خبره ده. دا پروسه ښځو، ماشومانو او معیوبو کډوالو شخصي اړتیاو د پوره کولو د مسئلې سره ډیره مرسته کوي.
د کډوالو کمشنرۍ ویلي دي چې ددې پروسې سره به ددینه وروسته هیڅ یو کډوال د مرستو نه پاتې نشي او د مرستندویه ټولنو لپاره ډیرې زیاتې اسانتیاوې برابروي.
همداشان دا کارتونه به میانمار ته د نوموړو کډوالو د باامنه ستنولو سره هم مرسته وکړي .
د ویلو ده چې د میانمار په سلګونو زره تنه مسلمانان په نوموړي هیواد کې د پوځ او بودیستانو د ظلمونو او عام وژنو له امله بنګلادیش ته راکډه شوي دي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه