د هندوستان  یوې جنګي  الوتکې  سقوط وکړ.

د هندوستان  د هوايي ځواکونو اړوند  سو ۳۰ جنګي الوتکې  سقوط وکړ.

د هندوستان  یوې جنګي  الوتکې  سقوط وکړ.

 

د هندوستان هوايی ځواکونو ویلي دي چې ددوې  یوه سوخو سو ۳۰ جنګي الوتکه  تیره  شپه  د اتو بجو په شاوخوا کې  سقوط کړی دی. پدې پیښه که کې د الوتکې دواړه پیلوټان ژوندي ژغورل شوي دي.

ویل کیږي نوموړې  الوتکې  د روتینو  روزنیزو الوتنو پر مهال  سقوط کړی دی. د الوتکې پيلوټانو  د الوتکې د سقوط نه مخکې ځانونه په پراشوټ کې  ګوزار کړي دي.

الوتکه د هند په شمال ختیځ کې  د  اسام  په ایالت کې  لویدلې ده . د الوتکې دواړه پیلوټان  ژوندي ژغورل شوي  او د درملنې په موخه  روغتون ته انتقال شوي دي.

د پیلوټانو د روغتیايي حالت په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي .

د بله پلوه د هندوستان د دفاع د وزارت ویاند ویلي دي چې د الوتکې د سقوط لامل  تر اوسه پورې معلوم  ندی او په اړه يي  تحقیقات دوام لري. 

د ویلو ده چې په هند کې دوه میاشتې مخکې هم  یوې پوځې الوتکې سقوط کړی وو چې په پایله کې ۱۳ تنو ژوند دلاسه ورکړی وو. 



اړوند خبرونه