د هندوستان یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د هندوستان د هوايي ځواکونو اړوند سو ۳۰ جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د هندوستان هوايی ځواکونو ویلي دي چې ددوې یوه سوخو سو ۳۰ جنګي الوتکه تیره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې سقوط کړی دی. پدې پیښه که کې د الوتکې دواړه پیلوټان ژوندي ژغورل شوي دي.
ویل کیږي نوموړې الوتکې د روتینو روزنیزو الوتنو پر مهال سقوط کړی دی. د الوتکې پيلوټانو د الوتکې د سقوط نه مخکې ځانونه په پراشوټ کې ګوزار کړي دي.
الوتکه د هند په شمال ختیځ کې د اسام په ایالت کې لویدلې ده . د الوتکې دواړه پیلوټان ژوندي ژغورل شوي او د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
د پیلوټانو د روغتیايي حالت په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي .
د بله پلوه د هندوستان د دفاع د وزارت ویاند ویلي دي چې د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات دوام لري.
د ویلو ده چې په هند کې دوه میاشتې مخکې هم یوې پوځې الوتکې سقوط کړی وو چې په پایله کې ۱۳ تنو ژوند دلاسه ورکړی وو.