اوکراین ولسمشر ترکیې ته راځي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې په موخه د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي.

1248088
اوکراین ولسمشر ترکیې ته راځي

 

د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ  د رسنیو د دفتر  د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د اوکراین ولسمشر  زیلنسکي  د اګست په ۷ مه نيټه  د دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي. هغه  به لومړی په پلازمینه انقره کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي او وروسته به استانبول ته لاړ شي.

زیلنسکي به په استانبول کې د فنر روم کلیسا د اسقف اعظم سره  وګوري.

زیلنسکي  د روان میلادي کال  د اپریل په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بري د ترلاسه کولو نه وروسته  د ترکیې  د رخصتۍ د تیرولو په خاطر د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم  ولسوالۍ ته راغلی وو.

د یادولو وړ ده چې  زیلنسکي  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ستر بري نه وروسته  تیره میاشت په نوموړي هیواد کې په پارلماني ټاکنو کې هم  ستر بری  ترلاسه کړ.

تیره میاشت  په اوکراین  کې په ترسره شوو وخت نه وړاندې پارلماني ټاکنو کې د زیلنسکي په مشرۍ  د خلکو خدمتګار ګوند  د ۴۳ عشاریه ۱۶ سلنه رایو په لاسه کولو سره  د پارلمان لوی اکثریت  ترلاسه کړ.



اړوند خبرونه