په هندي کشمیر کې حالات ډیر زیات ترینګلي دي

د هندوستان حکومت د هندي کشمیر په اړه د اساسي قانون د ۳۷۵ مې مادې د ځنډولو سره د کشمیر خودمختاري لغوه کړه.

1247903
په  هندي کشمیر کې حالات ډیر زیات ترینګلي دي

هندوستان  حکومت د هندي کشمیر په اړه  د اساسي قانون  ۳۷۰ ماده  چې له مخې  کشمیر ته خودمختاري ورکړل شوې وه له منځه یوړه. د یادولو وړ ده چې  د هندوستان د اساسي قانون د۳۷۰ مادې له مخې  جمو کشمیر  د هند تر ولکې لاندې  خپلواکه سیمه وه. د کشمیر په اړه د اساسي قانون  ددې مادې له لرې کولو سره  کشمیر به هم د هندوستان د نورو ایالتونو په څیر  د هند یو ایالت وي. ددې سیمې په اړه به ټولې پریکړې د هندوستان پارلمان کوي. د هندوستان د اساسي قانون د ۳۷۰ مې مادې له مخې د کشمیر نه پرته نورو خلکو نشو کولای چې پدې سیمه کې میشت شوي وی او یا مځکې او کورونه يي اخیستي وی. د هندي کشمیر  نفوس  ډیری  مسلمانان  دي.

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په پارلمان کې د جمو کشمیر په اړه  د حکومت نوې پریکړه اعلان کړه چې د مخالو ګوندونو د سخت غبرګون سره مخ شو. 

په پارلمان کې  مخالفو سیاستوالو د حکومت ددې پریکړې سره سخت مخالفت وښود.

هندوستان حکومت  چې د تیرې څه مودې راهیسې  په پرله پسې ډول  کشمیر ته  تازه دمي ځواکونه استول  تیره شپه يي  د کشمیر  یو زیات شمیر سیمه ایزو سیاستوال  په کورونو کې نظر بند کړل.

هندي ځواکونو  په سرینګر کې  په لارو او څلورلارو کې  اوسپنیزې موانع  ځای په ځای کړي  او اغزن  مزي  غځولي دي.

د هند حکومت په جمو کشمیر کې  په عامه مکانونو کې  په غونډو  بندیز ولګو، ښځوونځي  رخصت کړل  او په تیلیفوني شبکو او انټرنټ يي ځیني محدودیتونه  ولګول.

د یادولو وړ ده چې  پاکستان  تیره ورځ  هندي ځواکونه په کشمیر کې د خوشه يي بمونو په کارولو  تورن کړل.

همداشان  د جمو کشمیر  مهمو  سیاسي څیرو  د ټویټر له لارې  په خپرو کړو  پيغامونو کې ویلي دي چې  په خپلو کورونو کې نظر بند شوي دي.

ویل کیږي  هند  په کشمیر کې د قانون د ۱۴۴ ماده عملي کړې ده چې له مخې  ټول تعلیمي ادارات  تړل شوي  او په ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.

همداشان  د هندي کشمیر کې  د تیرو څو ورځو په دننه کې  په زرګونو تنه  ګرځندویان  وتلي دي.



اړوند خبرونه