د ټایلنډ په پلازمینه بنکاک کې پر له پسې څو چاودنې وشوې.
په تایلنډ کې ۴ پرله پسې چاودنې شوي
نن د جمعې ورځ د سهار په ساعتونو کې په بنکاک کې څو پر پسې چاودنې وشوې.
ویل کیږي چاودنې د ښار په مختلو سیمو کې چیرته چې دولتي ودانۍ شتون لري شوي دي.
د بنکاک نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې لومړنۍ چاودنه د سهار په ۷ بجو او ورپسې بیا دویمه چاودنه په نهو بجو رامنځته شوه. په لومړنیو چاودنو کې د ښار د تنظیف دوه تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
ویل کیږي په ښار کې جمعآ د څلورو چاودنو غږ اوریدل شوی دی. پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته ویلي دي چې پدې چاودنو کې په لاس جوړو شوو بمونو نه کار اخیستل شوی دی.
د ټایلنډ د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې ددې چاودنو د فاعلینو د نیولو په خاطر پراخه تحقیقات پيل شوي دي. په ښار کې د امنیتي تدابیرو کچه لا پسې لوړه کړې شوې ده .
په بنکاک کې دا چاودنې پداسې حال کې کیږي چې نوموړی ښار د سویل ختیځې اسیا د ملتونو د ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو ۵۲مې غونډې کوربه توب کوي.
ویل کیږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئیو هم پدې غونډه کې د ګډون په خاطر نوموړي هیواد ته سفر کړی دی.