امریکا  متحده ایالتونو  د ایران په  بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت  د جواد ظریف نوم  د بندیزونو په لست کې شامل کړ.

1245904
امریکا  متحده ایالتونو  د ایران په  بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بندیزونه ولګول.

 

د امریکا د خزانې وزارت  د بهرنیو شتمنیو د کنټرول  دفتر ویلي دي چې  د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د نوموړي هیواد د دیني رهبر ایت الله علي خامنه يي ډیر نږدی  کس  دی او د هغه لپاره کار کوي چې د ددې کبله په هغه بندیزونه لګول شوي دي.

یاد شوي  دفتر  ویلي دي چې  د  ایران دیني رهبر خامنه يي ته د  ټولو نږدې کسانو  نومونه به  د بندیزونو په لست کې شامل کړی شي. د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د جون په ۲۴ مه نيټه د ایران لخوا د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د ویشتو نه وروسته  پدې هیواد   د لا سختو بندیزونو  په خاطر د نوموړي هیواد په دیني رهبر ایت الله علي خامنه يي بندیزونه لګولي وو. د امریکا د خزانې وزارت ویلي وو چې  پدې لست کې به د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نوم هم  اضافه کړی شي.

د بله پلوه یو تن امریکايی چارواکي چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي  ویلي دي چې  جواد ظریف په نړۍ کې د ایران د رژیم  د ویندوی  دنده لري  او هغه  تل د ایران د دیني رهبر خامنه يي سیاستونو  خپرولو لپاره کار کوي چې د همدې امله  د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف  د امریکا ددې اقدام  په غبرګون کې ویلي دي چې « دا ډول  بندیزونه پر ما هیڅډول اغیزې کولای نشي. دا چې د ایران نه بهر هیڅډول  مال او دارايي نلرم، زما یا زما د کورنۍ په نامه  په بهر کې کومه شتمني شتون نلري  د همدې امله  پر ما هیڅډول اغیزې کولای نشي. دا چې  امریکا  ما ته پدې اندازه  یو ستر تهدید په سترګه ګوري  او د هغوې په اجندا کې پدې کچه  ځای لرم  زه ترینه مننه کوم. »



اړوند خبرونه