یونان : د ترکیې او یونان ترمنځه جسور نوي پیل ته اړتیا لرو.

د یونان  نوي  لومړي وزیر کیریاکوس میچوتاکیس  وویل چې  زمونږ  هدف  د ترکیې او یونان ترمنځه په اړیکو کې  د نوي جسور  پیل لپاره  لارې لټول دي.

1244516
یونان : د ترکیې او یونان ترمنځه جسور نوي پیل ته اړتیا لرو.

 

هغه  دا څرګندونې  د سویلي قبرس د ادارې د مشر سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د یونان  لومړي وزیر  د نوموړي هیواد د دود  په څیر خپل لومړنی بهرنی سفر سویلي قبرس ته وکړ.

د یونان لومړی وزیر چې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د قبرس نیمه ټاپو ته سفر کړی دی هلته  د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه  پدې خبري غونډه کې د یونان او ترکیې ترمنځه د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « زمونږ  هدف  د ترکیې او یونان ترمنځه په اړیکو کې د یو جسور پيل لپاره  لارې لټول دي. مونږ  باید دا ګامونه  پړاو په پړاو  اوچت کړو. زمونږ ترمنځه  تر هڅه مخکې باور جوړونې  ته  اړتیا  ده. دا مسئله  لږ وخت ته اړتیا لري. »


پيوندونه: #اړیکې , #ترکیه , #یونان

اړوند خبرونه