په امریکا کې د خوړو په فیستیوال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا په ایالت کې د خوړو په فیستیوال وسله وال برید وشو.
1244269
د امریکا د کالیفورونیا ایالت په شمال کې ګیلروی به ښار کې د اوږې په فیستیوال وسله وال برید شوی چې په پایله کې د برید کوونکو په ګډون ۴ تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلی دي چې د پيښې ټپيان په امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د برید انګیزه تر اوسه پورې معلومه نده.
عیني شاهدانو ویلي دي چې برید د ۳۰ کلونو په عمر د یو سپین پوستي ځوان لخوا شوی دی. برید کوونکي د نیمه اتوماتیک ټوپک سره په شاوخوا ډزې پيل کړې.