د اذربایجان یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د اذربایجان یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
1242103
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې ددوې یوې جنګي الوتکې تیره شپه په ځايي وخت د شپې په لسو بجو د رادار سره اړیکه پرې شوه.
د اذربایجان د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې یادې شوې میګ ۲۹ ډوله جنګي الوتکې د تعلیمي الوتنو په موخه الوتنه کړې وه چې د شپې لس بجې د رادار سره اړیکه پرې شوه.
په بیان کې راغلي دي ګمان کیږي چې الوتکه د کاسپین په سمندر کې غورځیدلي وي.
د الوتکې د پیلوټ د موندولو په خاطر د پلټنې چارې پیل شوي دي.
د الوتکې د غورځیدو لامل تر اوسه پورې ناڅرګند دی.