هند : د ټرمپ نه مو د منځکړتوب غوښتنه نده کړې
دهندوستان حکومت د لومړي وزیر ناریندرا مودي لخوا د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ نه د پاکستان سره د کشمیر د ستونزې د حل په خاطر د منځګړتوب په اړه د غوښتنې ادعا په کلکه توګه رد کړه.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د پارلمان ایالتي مجلس په غونډه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا لومړي وزیر مودي د امریکا د ولسمشر ټرمپ نه د پاکستان سره د کشمیر د ستونزې د حل په خاطر د منځګړتوب د کولو غوښتنه کړې ده او که نه؟ داسې وویل، لومړي وزیر مودي د ټرمپ نه داسې کومه غوښتنه نده کړې.
هغه وویل « غواړم پارلمان ته په غوڅه توګه ډاډ ورکړم چې لومړي وزیر مودي د ټرمپ نه داسې کومه غوښتنه نده کړې. سربیره پر دې غواړم چې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار ووایم چې هندوستان د پاکستان سره ټولې مهمې ستونزې یواځې د دواړو خواوو لخوا د حل غوښتوونکی دی. »
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره د دوه په دوه لیدنې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د پاکستان او هندوستان ترمنځه د کشمیر د مسئلې په حل کې مهمې رول لوبولی شي. هغه وویل چې دوه اونۍ مخکې د هند د لومړي وزیر مودي سره وکتل. پدې اړه يي ورسره خبرې وکړې. ټرمپ ویل چې مودې رانه د پاکستان سره د کشمیر د ستونزې د حل په مسله کې د منګړتوب کولو غوښتنه وکړه. ټرمپ وویل چې هند او پاکستان دواړه ددې مسئلې حل غواړي . زه هم غواړم دې مسئله کې مرسته وکړم. منځګړي په صفت . دا مسئله باید حل کړو.