د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان رئیس یوکیا اماتو د ۷۲ کلونو په عمر ومړ.
د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان رئیس د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ومړ
1240066
د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان د یوکیا اماتو د مرګ خبر نن دوشنبې اعلان کړ.
۷۲ کلن جاپاني ډیپلوماټ چې دوه کاله مخکې د دریم ځل لپاره د څلورو کلونو لپاره د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان د رئیس په توګه ټاکل شوی وو ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې د اټومي انرژۍ د سازمان لخوا په خپور شوي بیان کې د یوکیا اماتو د مړینې لامل او یا د ناروغۍ د ډول په اړه څه ندي ویل شوي.
خو اټومي انرژۍ سازمان مشر یوکیا اماتو تیره اونۍ پخپله ویلي وو چې په پام کې لري چې د راتلوونکي کال د مارچ په میاشت کې له خپلې دندې نه استعفا وکړي. هغه ویلي وو چې ددې خبرې لامل ورته ورپیښه شوې ناروغي ده.