په امریکا کې د ګانګرس مسلمانې غړې الهان عمر نه ملاتړ مخ په لویدو دی

په امریکا  متحده ایالتونو  کې د کانګرس  مسلماني  غړې  الهان عمر نه  ملاتړ مخ په ډیریدو  دی.

1238737
په امریکا کې د ګانګرس مسلمانې غړې الهان عمر نه ملاتړ مخ په لویدو دی

په امریکا کې  د سیاستوالو نه نیولې تر مدني ټولنو پورې  هرې برخې د الهان عمر نه د ملاتړ اعلان کړی دی. د ویلو ده چې  یوه څه موده  مخکې  د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ په الهان عمر  او کانګرس په ځینو تورپوستو غړیو  لفظي  بریدونه کړي وو. ټرمپ نوموړو ته ویلي وو چې خپلو هیوادونو ته  ستانه شئ.

په ټویټر کې  د الهان عمر  په ملاتړ پيل شوي  کمپاین  کې  د امریکا یو زیات شمیر مهمو سیاستوال، مدني ټولنو غړیو او پيژندل شوو څیرو ګډون کړی دی او خپل ملاتړ يی اعلان کړی دی.

د امریکا په مشرانو جرګه کې  د ورمونت د سیمې  استازی  او ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوریت پلوو د ولسمشرۍ د نوماند نوماندانو نه  برني سندرز د ټولنیزې مډیا  له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې په کانګرس کې  د الهام عمر سره په ګډه د کار کولو له امله افتخار کوم.

هغه ویلي دي چې ټرمپ په ټولنه کې  د پست او ذلیلو څرګندونو نه  تغذیه کیږي. د تبعیض  او نفرت سره تغذیه کیږي. هغه  په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  راځۍ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو  د خطرناکه  ولسمشر په توګه  په ګډه  وجنګیږو.

همداشان  د ولسمشرۍ د راتلوونکو  ټولټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند  د نوماند نوماندانو نه سناتور کمالا هاریس هم  د کانګرس  د مسلمانو  او تور پوستو غړیو په اړه  د کړو تبعیض  او نفرت نه د ډکو څرګندونو نه  د  ډارنو ، تبعیض امیزه  او بهرنیو سره د دښمنیو نه د ډکو څرګندونو په توګه یادونه وکړه. هغه ویلي دي چې ټرمپ د خپلو دې څرګندونو او کړنو سره  د ولسمشرۍ مقام لکه دار کوي. ددې وخت رارسیدلی دی چې  لاس  یو کړو  او  ټرمپ ددې مقام  نه وشړو.

همداشان  د ډیموکراټانو یو تن بلې نوماندې  علیضابط وارن  ، بعضو سیاستوال، یهودي ټولنو او سازمانونو، مدني ټولنو او ورځپاڼه چلووننکو  د الهان عمر نه د پوره ملاتړ اعلان کړی دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  تیره اوونۍ  الهان عمر ، رشیده طیب  ، الکساندرا اوکاسیو کورتز  او ایانا پرسلی  پر خلاف پر هغه د سختو نیوکو له امله لفظي  بریدونه کړي وو. ټرمپ د امریکا د کانګرس  دې غړیو ته په خطاب کې ویلي وو که چیرې خوښ نه یاست  خپل وطن  ته  لاړې شئ.

د بله پلوه تیره ورځ  ټرمپ پرون  په شمالي کارولینا ایالت کې  د ټاکنیزو غونډو پر مهال په یوې غونډه کې  یو ځل بیا  د کانګرس پر مسلمانو غړیو الهان عمر او راشیده طیب  نیوکې وکړې او وویل چې  خپل هیواد ته ستنې شۍ.



اړوند خبرونه