روسیه : حاضر یو چې په ترکیې نوي نسل سو ۳۵ ډوله الوتکې وپلورو

روسیې ترکیې ته یو ډیر مهم وړاندیز وکړ

1238225
روسیه : حاضر یو چې په ترکیې نوي نسل سو ۳۵ ډوله الوتکې وپلورو

د امریکا متحده ایالتونو لخوا په ترکیې  اف ۳۵ ډوله نوي نسل الوتکې نه پلورو  د څرګندونو نه  سمدلاسه وروسته  روسیې  په ترکیې  د سو ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو د پلورولو لپاره  چمتوالی وښود.

د روسیې  د دفاعي صنایع دولتي شرکت  روستیخ  جګپوړي چارواکي  سرګي چیمیزوف  وویل چې  روسیه  حاضره  ده  چې په ترکیې  سو ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې هم  وپلوري.

هغه  د ترکیې  او روسیې  ترمنځه  د پوځي همکاریو  په اړه  خبري غونډې ته  معلومات ورکړل.

هغه وویل  روسیه  چمتو ده چې په ترکیې  نوي نسل سو ۳۵ ډوله الوتکې وپلوري.

هغه وویل که چیرې زمونږ  ترک همکاران  وغواړي  مونږ  حاضر یو چې  سو ۳۵ ډوله نوي نسل الوتکې پر وپلورو.

د ویلو ده چې  سو ۳۵ ډوله  نوي نسل الوتکې چې د روسيې د سوخوی د شرکت لخوا طرحه او ډیزاین شوي دي د یو پیلوټ  او دوه  ماشینونو  په ظرفیت  جوړې شوي دي. دا الوتکې  په ډیرې پرمختللې ټکنالوژۍ سمبالې دي چې په نړۍ کې د الوتکو د ښکار لپاره  کارول کیږي.

دا الوتکې په نړۍ کې په ښکاري الوتکو مشهورې دي.



اړوند خبرونه