ټرمپ : د ایران د رژیم د بدلولو نیت او هوډ نلرو.

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې  په ایران کې د رژیم  د بدلولو نیت  او هوډ نلرو خو د یمن نه د ایران د وتو غوښتنه کوو.

1237030
ټرمپ : د ایران د رژیم د بدلولو نیت او هوډ نلرو.

 

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ دا څرګندونې  په سپینه ماڼۍ کې د وزیرانو د شورا د غونډې پر مهال  د امریکا او ایران د روانو جنجالونو اړوند د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

ټرمپ وویل «  په ایران کې د رژیم د بدلولو نیت او هوډ نلرو، ځینې کسان داسې فکر کوي چې مونږ  په ایران کې د رژیم  د بدلولو په خاطر هڅه کوو خو داسې ندی. هو  مخکیني ولسمشر باراک اوباما  او نورو پدې اړه  ځینې هڅې  کړي او خپل چانسونه يي ازمایلي دي خو هیڅ ګټه يي نده کړې. مونږ  داسې کوم نیت او پلان نلرو. »

ټرمپ یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا به ایران ته هیڅوخت د اټومي وسلې د جوړولو اجازه ورنکړي، ایران به هیڅکله هم  د اټومي وسلې خاوند نشي. مونږ ایران ته د بالستیک توغندیو د امتحانولو اجازه هم  نه ورکوو خو له بده مرغه چې د موجود  تړون  له مخې  ایران دا کار تل کړی دی. ټرمپ ویلي دي چې مونږ د یمن نه د ایران د وتو غوښتنه کوو.

د بله پلوه  د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا  په همدې غونډه کې د پوښتنو په ځواب کې وویل چې ایران  د لومړي ځل لپاره د توغندیو د پروګرامونو اړوند  مذاکراتو ته چمتوالی  ښودلی دی. پمپیو د مسئلې په اړه  د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.

خو  په ملګروملتونو سازمان کې د ایران دایمي استازي ویاند  علي رضا میریوسفي  بیا  د پمپیو  ددې څرګندونو په ځواب کې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ایران د توغندیو د پروګرام  په  اړه په قطعي ډول سره  د هیڅ کوم شخص  او هیواد سره  مذاکراتو ته  چمتو ندی. نقطه.

د بله پلوه  د ایران  د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  چې  د بعضو لیدونو کتنو په موخه  نیویارک ته سفر کړی دی  خبریالانو ته وویل چې د پمپیو څرګندونو او ادعاګانې  حقیقت نلري. ایران د توغندیو د پروګرام په اړه هیچا سره مذاکرات نکوي.

ظریف ویلي دي چې که چیرې امریکا د توغندیو په اړه  مذاکرات کول غواړي لومړی دی د سیمې د بعضو هیوادونو په ګډون په هیوادونو د توغندیو په ګډون د وسلو خرڅلاو  ودروي.

د ویلو ده پداسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځه  جنجالونه دوام لري ایران  یو څه موده مخکې  د پنځه جمع یو د ډلې سره  د لاسلیک کړي تړون  ځینې مادې وځنډولې. ایران د لومړي ځل لپاره د بډایه شوو یورانیمو ذخیره  په ټړون کې  د ټاکل شوي مقدار نه  لوړه کړه. امریکا د ایران ددې پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.

 



اړوند خبرونه