ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د ایران لخوا د بډایه کړو یورانیمو  د کچې د لوړولو  په اړه  یو ځل بیا سخت غبرګون وښود.

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ

 

ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  « ایران نوی خبرداری  خپور کړی دی.

د ایران ولسمشر روحاني وايي که چیرې  نوی  اټومي تړون نوي  هر څومره  چې مو زړه غواړي په هماغه پیمانه به  یورانیم بډایه کړو. د ګواښونو  په مسئله کې احتیاط  کوه  ایرانه . دا ګواښونه  د هر چا په پرتله    تاسې   ډیر    زیان  ورسوي.»

د یادولو وړ ده چې  ایران  د روانې اونۍ په پیل کې  اعلان وکړ  چې  د بډایه کړو یورانیمو مقدار يي  په اټومي تړون کې د ټاکل شوي  مقدار  ۳۰۰ کیلو  نه  ډیر کړ.

د  ایران  د فارس خبري اژانس  ویلي وو چې  تهران  د بډایه شوو یورانیمو  مقدار  په اټومي ټړون کې  د ټاکل شوي  ۳۰۰ کیلو نه  ډیر کړ. همداشان  د ایران ولسمشر  ایران پرون بیا  یو ځل بیا  لویدیځې نړۍ ته  ګواښ وکړ.

هغه ویلي وو که چیرې  د جولای تر ۷ مې  د اټومي تړون  طرف هیوادونه  په خپلو کړو ژمنو عمل ونکړي  داځل بیا  د یورانیمو د بډایه کولو کچه  چې په تړون کې  ۳ عشاریه ۶۷ سلنه  ټاکل شوې ده  لوړه کړي.

هر څومره  چې وغواړي په هماغه اندازه به یورانیم  بډایه کړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ  د ایران ددې څرګندونو په ځواب کې ویلي وو چې دا هیواد  د اور د لمبو سره  لوبې کوي.



اړوند خبرونه