په امریکا کې یو تن غیرې قانوني کډوال په نظارت کې ژوند د لاسه ورکړ

په امریکا کې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې په نظارت کې  د ژوند د لاسه ورکوونکو شمیره  ۱۱ تنو ته لوړه شوه.

1229112
په امریکا کې یو تن غیرې قانوني کډوال په نظارت کې ژوند د لاسه ورکړ

په امریکا  متحده ایالتونو کې یو تن غیرې قانوني  کډوال  په نظارت کې ژوند د لاسه ورکړ.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نوموړی  کس  د هندوراس  وګړی  دی. نوموړی  کس  د مکسیکو  له لارې  په غیرې قانوني توګه  امریکا ته د ننوتو نه وروسته  ونیول شو او نظارت ته واچول شو.

د امریکا  د سي ان ان  تلویزیون د خبر له مخې  د هندوراس  د هیواد وګړی  ۳۰ کلن یمي الکسیس د مکسیکو نه  له لارې  امریکا ته د راداخلیدو نه وروسته د امریکا د پوله ساتو ځواکونو لخوا ونیول شو او په تکزاس ایالت کې  د کډوالو د نظارت په مرکز کې  واچول شو. نوموړي  ۳۰ کلن  هندوراسي  د نظارت په مرکز کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د مرګ سره په امریکا کې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې په نظارت کې  د ژوند د لاسه ورکوونکو شمیره  ۱۱ تنو ته لوړه شوه. د نوموړو ۱۱ تنو نه يي  ۵ تنه ماشومان  دي.



اړوند خبرونه