په لیبیا کې د حفتر د ځواکونو لخوا تښتول شوي ۶ تنه ترکان خوشې کړې شول.
د ترکیې د خبرداري نه وروسته د حفتر ځواکونو تښتولي ترکان خوشې کړل
1228016
د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې په لیبیا کې د خلیفه حفتر د ځواکونو لخوا تښتول شوي ۶ تنه ترکان خوشي شوي دي.
سرچینو ویلي دي چې خوشې شوي ترکان د لیبیايي شرکت د خاوند سره یو ځای بیرته د خپل کار ځای ته ستانه شوي دي. نوموړي ترکان د سمندري ټرانسپورت په یو شرکت کې کار کوي.
د ویلو ده چې په لیبیا کې د خلیفه حفتر د ځواکونو لخوا د ۶ تنو ترکانو د تښتولو نه وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هر څه ژر د نوموړو ۶ تنو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په لیبیا کې د حفتر ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې د نوموړو کسانو د نه خوشې کولو په صورت کې به دوې په مشروع هدف کې راشي.
د حفتر ځواکونو نن نوموړي ۶ تنه ترکان خوشې کړل.