د جرمني فدرال پارلمان د تابعیت نوی قانون تصویب کړ.
په جرمني کې د تابعیت نوی قانون د واکمن او ائتلافي ګوندونو د رایو سره تصویب کړی شو.

مخالفو ګوندونو ددې قانون سره سخت مخالفت ښودلی دی.
په جرمني کې د تابعیت د نوي قانون په اړه په فدارال پارلمان کې رای اچونه وشوه.
قانون د مخالف ګوندونو د مخالفو رایو په مقابل کې د واکمن او ائتلافي ګوندونو د موافقو رایو سره ومنل شو.
د جرمني د تابعیت د نوي قانون له مخې د جرمني د هر هغه وګړي نه چې د هیواد په دننه او بهر کې د ترهګرو سازمانونو غړیتوب ولري او یا د هغوې په صفونو کې جنګیدلي وي د دویم تابعیت د درلودو په صورت کې ترینه د جرمني تابعیت اخیستل کیږي.
همداشان ددینه وروسته د یوې نه د ډیرو ښځو لرونکو او د جرمني کولتور او دودونو ته اهمیت نه ورکوونکو ته د جرمني تابعیت نه ورکول کیږي.
همداشان د نوي قانون له مخې هغه کسانو په اړه چې د جرمني د تابعیت د اخیستو پر مهال يي غلط او جعلي اسناد او شواهد وړاندې کړي وي د پنځو کلونو په دننه کې د تثبیت په صورت کې په اړه قانوني چلند کیده دا موده لسو کلونو ته وغځول شوه.
خو په نوي قانون د مخالفو ګوندونو لخوا سخته نیوکه هم شوې ده . په ځانګړې توګه په هغه مادې چې د جرمني د کولتور او دود سره په سازګارۍ ټینګار شوی دی.
د جرمني په فدرال پارلمان کې د کین ګوند غړي اولا ژاپکې د تابعیت په نوي قانون د نیوکې سره وویل « په ځانګړې توګه په نوي قانون کې هغه ماده چې د جرمني د کولتور او دود په مسلې ټینګار شوی دی د حکومت لخوا په خلکو دا کولتور او دود په زور سره د تحمیلولو په معنا دی. هغه ویلي دي چې دا ماده په اصل کې حقوقي بڼسټ نه بې برخې ده.
د زرغون ګوند وکیلي فیلیز پولات هم په نوي قانون د نیوکې سره ویلي دي چې دا قانون د جرمني د کډوالو سیاستونو ته ستر زیان رسوي. جرمني ددې قانون سره په اصل کې ۱۹۸۰ کلونو ته بیرته ګرځي.
ویل کیږي دا قانون به په جرمني کې په ځانګړې توګه د کډوالۍ په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړي. د کډوالۍ د چارو مامورینو ته د خپلسرو چلندونو واک ورکوي.
د ویلو ده چې دا قانون د نافذیدو په خاطر د فدرال ایالتي پارلمان تصویب ته هم اړتیا لري.