په قزاقستان کې د وسلو او مهماتو په ډیپو کې د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شوه

په قزاقستان کې تیره ورځ  د پوځ اړوند  د وسلو او مهماتو په ډیپو کې  چاودنې له امله  ۹۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1224486
په قزاقستان کې د وسلو او مهماتو په ډیپو کې د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شوه

 

د ویلو ده چې تیره ورځ د قزاقستان د ترکستان په ولایت کې  د وسله وال پوځ اړوند  د وسلو او مهماتو په یو ډیپو کې  چاودنه وشوه.

د چاودنې له امله  ۲ تنه مړه  او ۸۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د قزاقستان د روغتیا وزارت  د معلوماتو له مخې  د ترکستان ولایت  د ارس  په ښار کې  د وسله وال پوځ  اړوند د وسلو او مهماتو په ډیپو کې د چاودنې نه وروسته د رامنځته شوې اورلګیدنې په پایله کې  ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او د ۱۸ تنو ماشومانو په ګډون ۸۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توقایوف  په روغتون کې د ټپیانو نه  او د اریس ښار په نږدې ولسوالیو کې د جوړولو شو تخلیې مرکزونو نه  لیدنه وکړه. هغه د پیښې په اړه  د مقاماتو نه معلومات واخیستل.

د ویلو ده چې پرون په ځايي وخت د سهار په نهو بجو  د ترکستان ولایت د اریس په ښار کې  د پوځ اړوند  د وسلو او مهماتو په ډیپو کې چاودنه وشوه. د نوموړې پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته په شاوخوا کې میشت  ۳۹ زره تنه  ملکي وګړي  د سیمو نه تخلیه  او خوندي ځایونو ته انتقال کړی شول.

د قزاقستان  د دفاع  وزارت ویلي دي چې  پدې چاودنه او رامنځته شوې  اورلګیدنه کې د نوموړي ډیپو  د نیمايي نه ډیرې  وسلې او مهمات  چاودلي   او له منځه تللي دي.



اړوند خبرونه