امریکا متحده ایالتونو ایران ته خبرداری ورکړ

امریکا متحده ایالتونو ایران ته خبرداری ورکړ چې د یورانیمو د بډاینې په برخه کې په اټومي تړون کې د ټاکل شوي  حد نه سرغړونه ونکړي.

1220503
امریکا متحده ایالتونو ایران ته خبرداری ورکړ

 

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس په ورځنۍ خبري غونډه کې  د هغه پوښتنې په ځواب کې ایران غواړي  د یورانیمو په بډاینه کې  په اټومي تړون کې د ټاکل شوي حد نه خپه واړوي ، وویل ، د ایران  دا اقدام  په ښکاره توګه شانتاژ  دی  او دا خبره د امریکا لپاره حیرانوونکې نده.

هغې وویل چې  ولسمشر ټرمپ  د همدې امله  د ایران سره د لاسلیک شوي اټومي تړون نه بهر شو  او غواړي چې ددې هیواد سره  نوی تړون لاسلیک کړي.

هغې وویل چې  ایران ته به اجازه ورنکړل شي چې اټومي وسله  جوړه کړي. دا د امریکا وروستۍ خبره ده. د امریکا حکومت به د ایران لخوا د اټومي وسلې د جوړولو په برخه کې د کوچني ګام اوچتولو په مقابل کې  پدې هیواد ډیر ستر ستر بندیزونه ولګوي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند  بهروز کمالوندي  اعلان وکړ چې  لس ورځې وروسته به د ایران په ډیپوګانو کې د بډای شوي یورانیمو کچه  ۳۰۰ کیلوګرامو ته  لوړ شي. هغه وویل چې پدې ډول به په اټومي تړون کې د ټاکل شوي حد نه خپه واړول شي.

د ویلو ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او پنځه  جمع یو د ډلې ترمنځه د لاسلیک شوي تړون له مخې  د ایران په ډیپوګانو کې  د ۳۰۰ کیلوګرامه بډای شوو یورانیمو په صورت کې مجبور  دی چې  دا یورانیم  بهر ته صادر کړي.

د بله پلوه  د ایران ولسمشر حسن روحاني  د مې د میاشتې په ۸ مه نيټه  د امریکا لخوا  پر ایران د لګیدولو  تحریمونو پر وړاندې  اروپايي ټولنې ته  ۶۰ ورځې مهلت ورکړ. روحاني  وویل که چیرې  ددې تړون  طرف هیوادونه  د ۶۰ ورځې په دننه کې  لازم ګامونه  اوچت نکړي  ایران به د بډای شوو یورانیمو کچه  لوړه کړي.



اړوند خبرونه