امریکا : د عمان په خلیج کې زمونږ ډرون الوتکه ویشتل شوي ده

امریکا ویلي د جون په ۶ او ۱۳ مو نيټو د عمان په خلیج کې ددوې پر ډرون الوتکو د توغندویو بریدونه شوي

1219535
امریکا : د عمان په خلیج کې زمونږ ډرون الوتکه  ویشتل شوي ده

د امریکا  متحده ایالتونو مرکزي ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې د روان کال د جون په ۶مه نيټه ددوې  یوه ډرون الوتکه د یمن د خاورې نه  د حوثي یاغیانو لخوا ویشتل شوې وه چې  د جون په ۱۳ مه نيټه يي په بلې الوتکې هم  ډزې کړي دي.

دا څرګندونې د امریکا د مرکزي قوتونو د قومندانۍ  ویاند ډګروال ایرل برون وکړې.

هغه وویل چې ددوې اړوند  یوه ام کیو ۹ ډوله  بې پیلوټه الوتکه  د جون په ۶ مه نيټه  د حوثي یاغیانو لخوا د  اس ای ۶ ډوله  توغندي سره  ویشتل شوې ده.

برون ویلي دي چې دا برید د هغه برخو لخوا شوی دی چې ایران يي ملاتړ کوي.

هغه وویل چې حوثي یاغیانو د جون په ۱۳ مه نيټه  هم  د عمان  په خلیج کې ددوې په یوې ډرون الوتکې  د تیلو په لیږوونکو  لویو کښتیو د برید نه سمدلاسه وروسته  برید شوی دی.

د ګروال برون په وینا  ګمان کیږي  چې  د ایران انقلاب ساتوونکو ځواکونو  د عمان په خلیج کې  د تیلو د  لیږدوونکو  کښتیو  د نظارت  او څار  د فعالیتونو د مخنیوي په خاطر  د ډوې پر ډرون  الوتکې برید کړی وی. هغه ویلي دي چې برید د سا ۷ ډوله توغندي سره  شوی وو.

هغه ویلي دي  په هغه ډرون الوتکې د  برید هـڅه شوې ده  چې  په سیمه کې  د تیلو د لیږدوونکو ستر کښتیو  نظارت کولو. توغندی  د الوتکې  پورې ندی رسیدلی خو یو کیلومترۍ ته نږدې شوی وو.



اړوند خبرونه