اپل ویلي د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې خپل تولیدات د چین نه بهر کړي

د امریکا متحده ایالتونو د تکنالوژۍ نامتو شرکت اپل  ویلي دي چې  د اړتیا په صورت کې  کیدای شي چې  خپل تولیدات  د چین نه بهر په نورو هیوادونو کې پیل کړي.

اپل ویلي د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې خپل تولیدات د چین نه بهر کړي

 

د اپل د شرکت  د تولیداتو د مهمو شریکانو نه د ( فوکس کون ) په نامه مشهور  د ټایوان د هون های  د شرکت  یو تن مسئول  یونګ لیو  ویلي دي چې  د امریکا او چین ترمنځه د تجاري جګړې  د لا زیاتیدو په صورت کې به  د اپل د شرکت نه  پوره ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه چې  دم ګړۍ هم  د اپل ۲۵ سلنه تولیدات  د چین نه بهر په نورو هیوادونو کې کیږي. هغه ویلي دي چې په هندوستان کې د اپل د شرکت لپاره پانګه اچونه کړې ده . هندوستان  د تولیداتو په برخه کې د اپل د شرکت د ټولو غوښتنو ته د ځواب ورکولو ظرفیت لري.

هغه وویل چې  د اپل د شرکت لخوا ورته د چین نه د وتو  هدایت تر اوسه پورې  ترلاسه کړی ندی  خو د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې نورو هیوادونو ته  انتقال شي.

هغه وویل چې شرکت يي  د اپل د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر  په نورو هیوادونو کې د هر ډول تولیداتو پوره ظرفیت لري.

نوموړي شرکت ویلي دي چې  دم ګړۍ  د هندوستان د چینايي په ښار کې  د ایفون ایکس ار د ټیلیفونونو  ازمایښتونه دوام لري. په نږدې راتلوونکې کې به پدې ښار کې  نورمالو تولیداتو باندې پیل وکړي.

امریکا  متحده ایالتونو بهرني تجارت د کسر د راټیټولو په خاطر  د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د چین نه په واریدونکو  ځینو  توکو  ګمرکي تعرفه  لوړه کړه. همداشان  وروسته  دواړو هیوادونو په متقابله توګه په یو بل ګمرکي تعرفې لوړې کړې.

د اندروید د شرکت لخوا د چین د هاواوې  د تکنالوژۍ په شرکت  د بعضو محدویتونو د لګولو نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه  د تکنالوژۍ په برخه کې هم  جګړه پيل شوه.


پيوندونه: چین , اپل , امریکا

اړوند خبرونه