په نیویارک کې یوه چورلکه د اسمان څلي ودانۍ سره وجنګیده

د امریکا  متحده ایالتونو  د نیویارک په ښار کې یوه چورلکه  د یوې آسمان څلي ودانۍ سره  د جنګیدو له امله  ولویده.

1216125
په نیویارک کې یوه چورلکه د اسمان څلي ودانۍ سره وجنګیده

 

د نیویارک پولیسو ویلي دي چې پيښه  د نیویارک د منهاټن په سیمه کې  رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي دي چې  دا پيښه  د ترهګرۍ سره  کوم تړاو نلري  . په پیښه کې  د چورلکې پيلوټ ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د نیویارک د اور وژنې ادارې ویلي دي چې  چورلکه د نیویارک د منهاټن  په مرکزي برخو کې د ټایمز میدان ته نږدې  د یوې آسمان څلي ودانۍ  د وروستي پوړ سره  د جنګیدو له امله  لویدلې ده .

د ودانۍ سره  د چورلکې د جنګیدو نه وروسته  چورلکې اور واخیست. د اور وژنې ډلې سمدلاسه سیمې ته ورسیدې او اور يي مړ کړ.

د نیویارک والي  اندریو کاومو  د پيښې د ځای نه لیدنه وکړه او وویل چې  پدې نه پوهیږي چې چورلکه ولې  پدې ودانۍ کې د کیناستو هڅه کوله.

ځکه چې دا  کومه روتین  ناسته  نده.

د بله پلوه  د نیویارک ښاروال بیا ویلي دي چې  چورلکه تجاري  وه  او پدې ځای کې باید هیڅ الوتنه نوې کړي.

ښاروال ویلي دي چې  تحقیقاتو  دا ښودلې ده چې  پیښه  د ترهګرۍ سره کوم تړاو نلري.

هغه وویل چې  کلونه کلونه کیږي چې  چورلکې د منهاټن د اسمان څلو  د پاسه  ناسته نه کوي. د لا ګوردیا  د هوايي ډګر  د اجازې پرته  چورلکې نشي کولای چې منهاټن  پدې سیمه کې  الوتنه وکړي. په ځانګړې توګه د ټرمپ ټاور  له امله . دا چورلکه باید پدې ځای کې نه وای.



اړوند خبرونه