په جرمني کې په دوو جوماتونو  بریدونه  شوي.

د جرمني د بریمن په ښار کې  د رحمان په نامه په جومات  د برید سره  نږدې ۵۰ جلده قرانکریم  تخریب شوي دي.

1215413
په جرمني کې په دوو جوماتونو  بریدونه  شوي.

 

 

همداشان  د هیسن  ایالت د  کاسل په ښار کې په مرکزي جامع جومات  هم  برید شوی دی.

د هیسن  ایالت نه  د ترلاسه شوو معلومات  له مخې  نامعلومو کسانو  د کاسل  په ښار کې  د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند  د ترک اسلام د ټولنې په مرکزي جومات  برید کړی دی.

د یاد شوي جامع جومات  رئیس  سیف الدین ایر یوریک  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  برید  پداسې وخت کې شوی دی چې په جومات کې  څوک نه وو.

هغه ویلي دي چې  پدې برید کې  جومات ته  مالي زیان  اوښتی دی.

هغه دا برید په کلکو ټکو غندلی  او هر څه ژر يي  د برید کوونکو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارولو غوښتنه کړې ده .

د بله پلوه د جرمني د بریمن  په ښار کې  د افغانانو او پاکستانیانو اړوند د رحمان په نامه په جامع جومات هم  برید شوی دی. برید کوونکي یا برید کوونکو په جومات کې  نږدې ۵۰ جلده قرانکریم  تخریب کړي دي. ویل کیږي  د تخریب کړو قرانکریم ځینو پاڼې  په تشنابونو کې  غورځولي دي.

د یاد شوي ښار مسلمانانو ددې ضد انساني  او ضد اخلاقي  برید په اړه  ډیر سخت غبرګون ښودلی  او د سیمه ایزو مقاماتو نه يي هر څه ژر د ددې برید د فاعلینو د نیولو او د خپلو اعمالو په سزا د رسولو غوښتنه کړې ده .

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په لویدیځ کې  د اسلام فوبیا کچه  تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه