په لیبیا کې په نښتو کې تر ۳ زرو تنو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لیبیا په پلازمینه ترابلس کې او شاوخوا کې په روانو نښتو کې په سلګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1209564
د روغتیا نړۍوال سازمان د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په ترابلس کې د روانو نښتو په ترڅ کې ۴۰ تنو نورو ملکي وګړو هم ژوند د لاسه ورکړ چې ددې سره د مړو شمیره ۵۶۲ تنو ته لوړه شوه.
په بیان کې راغلي دي چې پدې نښتو کې تر اوسه پورې ۲۸۵۵ تنه ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د لیبیا په ختيځ کې د پوځي ځواکونو مشران جنرال حفتر د پلازمینې ترابلس د نیولو په خاطر د اپریل په ۴ مه نيټه د سترو عملیاتو د پیلولو په خاطر د نړۍوال جوړجاړي د حکومت پر خلاف د جګړې د پیلولو امر کړی وو.
د ویلو ده چې د تیرو ۲ میاشتو راهیسې د حفتر او لیبیا د جوړجاړي د حکومت د ځواکونو ترمنځه جګړه دوام لري.