د اتریش حکومت سقوط وکړ

د اتریش  ولسي جرګې د نوموړي هیواد د حکومت نه  د باور رایه واخیسته.

1209289
د اتریش حکومت سقوط وکړ

 

د ولسي جرګې لخوا د لومړي وزیر سباستین کورز په مشرۍ  د حکومت نه د باور د رایې د اخیستو سره  حکومت سقوط وکړ.

د اتریش په ولسي جرګه کې  د حکومت مخالفینو  د حکومت په اړه د باور د رایې د تازه کولو غوښتنه وکړه. د حکومت مخالفینو دا غوښتنه هله وکړه چې  تیره اونۍ په رسنیو کې د روسانو سره  د حکومت د شریک ګوند  د مشر د پټو  مذاکراتو ویدیو خپره شوه. ددې سره په ولسي جرګه کې  رای اچونه وشوه او مخالفینو د حکومت پر خلاف  رای وکاروله.

د اتریش خلکو د ګوند مشر او لومړي وزیر سباستین  د ولسي جرګې لخوا د حکومت نه د باور د رای د اخیستو په اړه سخت غبرګون وښود او وویل چې  وروستۍ پریکړه  باید  د اتریش  خلک وکړي.

کورز وویل چې  د حکومت شریک  د اتریش د ازادۍ ګوند پخواني عمومي مشر او د لومړي  وزیر مرستیال هینز کرستین  د روسیې سره  د پټو مذاکراتو  خپرې شوې ویدیو هم زمونږ  ائتلاف او هم  حکومت ته  ډیر ستر زیان ورسو.

د بله پلوه  د اتریش  ولسمشر الکساندر وان در بیلین  د نوي حکومت تر ټاکلو پورې  د هیواد د مالیې وزیر د سرپرست لومړي وزیر په توګه په دنده وګماره. ولسمشر وویل چې  د کابینې وزیران به  د نوي حکومت تر ټاکل کیدو پورې خپلې دندې ته دوام  ورکړي.

د ویلو ده چې  په اتریش کې  د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته دا لومړی ځل دی چې  ولسي جرګه  د یو لومړي وزیر نه  د اعتماد رای په اخیستو سره  هغه له دندې ګوښه کوي.

د اتریش  ائتلافي حکومت  هله  په لرړیدو  شو چې  تیره اوونۍ  د حکومت  د شریک  د اتریش د ازادۍ ګوند د پخواني مشر او د لومړي وزیر مرستیال هینز کرستین  هغه  ویدیو چې  په ۲۰۱۷ کال کې  د اسپانیا د ابیزا په ټاپو کې  د روسي پانګه والو سره پټ مذاکراتو کړي وو خپره شوه. هغه  پدې مذاکراتو کې روسي پانګه والو نه غوښتنه کړې وه چې  په ټاکنو کې ددوې د ګوند  سره  د مالي مرستې کولو  په بدل کې به  بعضې  قراردادونه  روسي شرکتونو ته ورکړي. دا ویدیو د رسنیو لاس ته د غورځیدو نه وروسته  د اتریش د ازادۍ ګوند مشر استعفا کولو ته اړ شو.

دې مسئلې  د حکومت  ستنې هم  ولړزولې چې بالاخره  يي سقوط وکړ.



اړوند خبرونه