ملګروملتونو څیړونکې ډلې په عراق کې ۱۲ دسته جمعې قبرونه وموندل.
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا د ترسره شوو جنایتونو څیړونکې د ملګروملتونو ډلې ۱۲ دسته جمعي قبرونو د موندولو نه خبر ورکړی دی.
نوموړې څیړونکې ډله د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا د ترسره شوو جنایتونو په اړه څیړونې کوي. ترکیې، سویډن، جرمني او سعودي عربستان متخصصین او استخباراتو کارکوونکي ددې ډلې سره مرسته کوي.
څیړونکې ډلې د ملګروملتونو د امنیت شورا ته په وړاندې کړي دویم راپور کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوي جنایتونه په درو برخو ویشلي دي.
لومړی په ۲۰۱۴ کال کې پر یزیدانو برید. دویم په ۲۰۱۶ کې په موصل کې ترسره شوي جنایتونه او دریم په ۲۰۱۴ کال کې وژل شوي عراقي سرتیري.
په راپور کې راغلي د ۱۲ دسته جمعې قبرونو د موندولو نه هم خبر ورکړ شوی دی.
یادې شوې ډلې د نوموړو دسته جمعې قبرونو نه عدلي، فزیکي او بیولوژیکې نمونې اخیستي دي.
همداشان یادې شوې ډلې په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا د ترسره شوو جنایتونو د قربانیانو او د هغوۍ د کورنیو سره هم د نږدې نه خبرې کړي دي.
یادې شوې ډلې ویلي دي چې حاضر دي د نړۍ د هیوادونو د محکمو سره داعش ترهګره ډله په جنګي جنایتونو، بشري جنایتونو او عام وژنې باندې د تورولو په خاطر کافي دلایل شریک کړي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.