په برازیل کې د شپې په کلوپ  خونړی وسله وال برید وشو.

په برازیل کې د شپې په کلوپ د برید له امله ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

1204194
په برازیل کې د شپې په کلوپ  خونړی وسله وال برید وشو.

 

د برازیل  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه د هیواد په شمال کې د پارا د ایالت په مرکز بیلیم  اړوند د ګواما  په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د پولیسو په وینا  برید کوونکي د  درو موټرو او یو موټرسایکل  سره  د راتګ نه وروسته يي  د شپې په کلوپ  ډزې  پيل کړې.

په برید کې  ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی  چې  ۶ تنه يي ښځې دي. د پولیسو د برید په اړه  د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چې  د برازیل ولسمشر جیر بولسونارو د روان کال  د جنوري په میاشت کې پداسې حال کې  په هیواد کې  وسلو په پیر پلور لګیدلي محدویتونه  لرې کړل چې پدې هیواد کې د جنایتونو کچه  د پام وړ  لوړه شوې ده .

د نوموړي هیواد ولسمشر د جنوري په میاشت کې  د یو فرمان په صادرولو سره  په هیواد کې  د وسلو پیر پلور  لا پسې اسانه کړ.

په برازیل کې  د وسلو رانیولو د نوي قانون له مخې  ددینه وروسته هر سړی د وسلې د رانیولو پر مهال  مجبور ندی چې لامل يي په ګوته کړي. همداشان  د وسلې د لیسانس  موده  د پنځو نه لسو کلونو ته  لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه