ټرمپ د کډوالۍ د نوي سیستم جزیات اعلان کړ

ټرمپ وویل چې  نوی  سیستم  د لیاقت په اساس د کډوالۍ سیستم  دی.

1203041
ټرمپ د کډوالۍ د نوي سیستم جزیات اعلان کړ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د ګرین کارت  یا کډوالۍ  په موجود سیستم  کې د بدلون راوستو په خاطر  د جوړ کړی د کډوالۍ د  نوي سیستم    جزیات  اعلان کړل.

ټرمپ وویل چې  نوی  سیستم  د لیاقت په اساس د کډوالۍ سیستم  دی.

هغه  د نوي سیستم  په اړه د سپینې ماڼۍ په باغچه کې خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

ټرمپ وویل چې د هر څه نه مخکې په نوي سیستم  د امریکايي کارګرانو ګټو ته  لومړیتوب ورکړ شوی دی. په نوي سیستم کې به تر ټولو زیات  د امریکايي کارګرانو حقونه  خوندي شي.

ټرمپ وویل چې د امریکا د کډوالۍ موجود قانون په اصل کې د انسان د قاچاق لپاره فرصتونه وړاندې کوي. په نوي سیستم کې به امریکا ته  د مجرمینو  او په غیرې قانوني کړنو  تورنو کسانو د راننوتو  مخه ونیول شي.

ټرمپ وویل چې  د کډوالۍ دا نوی  سیستم  به  یو ډیر عادله سیستم وي. دم ګړۍ په هیواد کې د موجودو کډوالو ۶۰ سلنه  د خپلولۍ د اړیکو په استناد  پرته ددې چې انتخاب شي راغلي دي. ۲۲ سلنه بیا  د ګرین کارت د لاتري په پایله کې راغلي دي.

هغه وویل چې امریکا ته پرته ددې چې انتخاب شي  د ارجلو کسانو راتګ  زمونږ د هیواد د ارزښتونو سره  په ټکر کې یو عمل دی. دم ګړۍ چې  د ګرین کارت د برنامې له طریقه امریکا ته راځي ټول  د ټیټ وصف خاوند  کارګران  دی.

هغه وویل چې  دې مسلې د هیواد ټولنیز امنیت  او ټولنیز رفاح  کچه  راټیټه کړې ده. د نوي سیستم  سره  په پام کې لرو  چې  د لوړ مهارت خاوند کارګران  قبول کړو. همداشان  د لوړ مهارت لرونکو کارګرانو  د منلو کچه به د ۱۲ نه ۵۰ ته  لوړه کړو.     



اړوند خبرونه