په هندي کشمیر کې د هندي سرتیرو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښته وشوه

په هندي کشمیر کې  د امنیتي ځواکونو  او بیلتون غوښتونکو ترمنځه  په نښته کې یو تن هندي سرتیري په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.

1202311
په هندي کشمیر کې د هندي سرتیرو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښته وشوه

 

د هندي رسنیو د خبر له مخې هندي ځواکونو د جمو کشمیر  د پلوامه  په سیمه کې  د بیلتون غوښتونکو په اړه  د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په سیمه  چاپه واچوله.

د هندي ځواکونو  لخوا د چاپې د اچولو نه وروسته  د هندي عسکرو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښته پیل شوه. په نښته کې یو تن هندي سرتیری  او ۳ تنه هم  بیلتون غوښتونکي ووژل شول.

همداشان  د هندي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه په نښته کې  یو تن ملکي وګړي  هم  ژوند  د لاسه ورکړی دی. پدې نښته کې  دوه تنه هندي سرتیري او یو تن ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

هندي ځواکونو  پدې عملیاتو کې د بیلتون غوښتنونکو اړوند  د بعضو وسلو او مهماتو د نیولو نه هم خبر ورکړی دی.

هندي ځواکونه په سیمه کې عملیاتو ته دوام ورکوي. په سیمه کې انټرنټ هم  پرې شوی دی.

د بله پلوه  د سیمې خلکو بیا ویلي دي چې هندي ځواکونو  د ملکي وګړو اړوند  یو کور په چاودیدونکو توکو  الوزولی دی.

د نوموړې پيښې او نښتې نه وروسته  د  سیمې خلک لارو او سړکانو ته  رامات شول او د هندي ځواکونو پر خلاف يی لاس په لاریون  پورې کړ.

لاریون کوونکي چې د نښتې  او چاپې د سیمې پر لورې روان ول   په لاره کې د پولیسو د خنډ سره مخامخ شول. پولیسو د لاریون کوونکو د ویشلو په خاطر د اوښکي بهوونکي او تریخ  ګازو نه کار واخیست.



اړوند خبرونه