چین د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

چین د سپینې ماڼۍ د هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي دي ولسمشر غواړي چې  د چین د تکنالوژۍ د مشهور شرکت  هواوې سره د امریکايي شرکتونو د اړیکو د پرې کولو په خاطر  تقنیني  فرمان  صادرولو ته چمتوالی نیسي  ډیر سخت غبرګون وښود.

چین د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

 

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  ګینګ شوانګ په پلازمینه  بیجینک کې خبري غونډه ته د سپینې ماڼۍ د هغه څرګندونو پر خلاف چې ګواکې ولسمشر ټرمپ د چین د تکنالوژۍ د مشهور د هواوې د شرکت سره د امریکايي شرکتونو د اړیکو پر وړاندې د خنډ رامنځته کولو  او پرې کولو  په خاطر تقنیني فرمان صادروي ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې د امریکا دا اقدام  هم  شرم اوره  او هم  بې عدالتي ده .

هغه وویل چې امریکا  متحده ایالتونو ته د امنیتي مسايلو په بهانه  د چین د تکنالوژۍ په شرکت  هواوې  د فشارونو راوستو نه د لاس اخیستو بلنه ورکوو.

د امریکا خبري رسنیو ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ  د امریکايي شرکتونو لخوا د چین د هواوې د شرکت  د بعضو سامان آلاتو او تکنالوژۍ د استفادې د مخنیوي په خاطر  د ولسمشرۍ فرمان  خپرولو ته  تیاری نیسي.

ویل کیږي  د تهدید او ملي امنیت د مسئلو په چوکاټ کې د داسې  یو تصمیم  پوره  صلاحیت لري.

همداشان  ویاند  د چین د اقتصاد په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو  په اړه چې ویلي وو د چین اقتصاد  د جدي مشکلاتو سره  مخ  دی  سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې د چین د اقتصاد په اړه د امریکا ادعاګانې حقیقت نلري. د چین اقتصاد په ډیر استقرار سره  ودې ته دوام  ورکوي.

هغه وویل چې د امریکا لخوا د بعضو تجاري تدابیرو نیولو  البته چې د چین په اقتصاد منفي اغیزې کوي خو  دا  ډیره د اندیښنې وړ مسئله نده.

هغه وویل چې چین  د هر ډول بهرنیو بریدونو او فشارونو په مقابل کې  د مقامت د قابلیت نه برښمند  او ډادمن  اقتصاد لري.

د ویلو ده چې  د امریکا ولسمشر ټرمټ د تیرې جمعې په ورځ  د چین د  ۲۰۰ ډالرو  په ارزښت په سوداګریزو توکو مالیه  د ۱۰ سلنې نه  ۲۵ سلنې ته  لوړه کړه.

همداشان  هم  د امریکا د پریکړې په غبرګون کې  د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت  په امریکايي توکو ګمرکي تعرفه  د ۵ سلنې نه ۲۵ سلنې ته لوړه کړه.


پيوندونه: غبرګون , امریکا , چین

اړوند خبرونه