ټرمپ د روژې د میاشتې په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې روژه ماتې ورکړ

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت  په نوموړي هیواد کې د اسلامي هیوادونو سفیرانو او استازو لپاره په  سپینه ماڼۍ کې  روژه ماتی  ورکړ.

ټرمپ د روژې د میاشتې په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې روژه ماتې ورکړ

 

پدې روژه ماټي کې  په واشنګټن کې د ترکیې لوی سفیر سردار کلچ هم  ګډون کړی وو.

ولسمشر ټرمپ  د افطار نه مخکې  ګډونوالو ته  لنډه وینا وکړه.

هغه وویل چې  د روژې میاشت د ټولو مسلمانانو لپاره  د یووالي  او اتحاد  یو ډیر مهم  ارزښت  دی.

هغه وویل چې د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د روژې د میاشتې د رارسیدو له امله  مبارکي وایم  پدې ځانګړې میاشت کې  په سپینه ماڼۍ کې  د روژه ماټې د پروګرام  جوړول  زما  لپاره  شرف  دی.

د یادولو وړ ده چې  په امریکا کې  د تیرو شلو کلونو راهیسې  د روژې په میاشت کې  د سپینې ماڼۍ لخوا د روژه ماتې پروګرام  جوړول  په یو دود  بدل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته  د دندې په لومړي کال د بعضو اسلامي هیوادونو په وګړو د امریکا په ویزې د بندیز لګولو  او ځینو نورو ګامونو د اسلامي نړۍ سربیره  په امریکا کې هم  سخت غبرګونونه پارولي وو.

ټرمپ  د خپلې دندې په لومړي کال  د روژه ماټې پروګرام هم  نه وو  جوړ کړی. هغه تیر کال بیا روژه ماټې پروګرام  جوړ کړی وو او سږ کال يي هم  جوړ کړ.



اړوند خبرونه