په امریکا متحده ایالتونو کې دوه سمندري الوتکې سره وجنګیدې.

په الاسکا کې دوه سمندري الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې

په امریکا متحده ایالتونو کې دوه سمندري الوتکې سره وجنګیدې.

 

د امریکا د الاسکا په ایالت کې  دوه سمندري الوتکو چې د یوې سترې سیاحتي  کښتۍ  مساپر يي انتقالول  په هوا کې سره  وجنګیدې.

د الاسکا د چارواکیو په وینا پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۵ تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

پیښه د الاسکا ایالت  په سویل ختیځه برخه کې رامنځته شوې ده . د الاسکا د چارواکیو په وینا  پدې پيښه کې یو تن پیلوټ او ۴ تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړی او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان یو تن  مساپر لا درکه شوی دی چې د موندولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.

د ټپیانو نه هم  د یو تن روغتیايي حالت  باریکه  دی.



اړوند خبرونه