قطر د امریکا متحده ایالتونو نه د نړۍ تر ټولو پرمختللې تعرضي جنګي چورلکې رانیسي.
امریکا غواړي چې په قطر د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت جنګي چورلکې وپلوري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۲۴ د نړۍ تر ټولو پرمختللې اپاچي ډوله جنګي چورلکو پلورلو ته اجازه ورکړه. دا خبره د امریکا د دفاع وزارت امنیتي همکاریو اژانس کړې ده.
یاد شوي اژانس د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر د نږدې ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۲۴ اپاچي ډوله د نړۍ تر ټولو د پرمختللو تعرضي جنګي چورلکو او اړوند سامان آلاتو پلورولو ته اجازه ورکړه.
په بیان کې راغلي دي چې بهرنیو چارو وزارت د مسئلې په اړه کانګرس ته هم خبر ورکړی دی. په قطر پخوا د پلورل شوو اپاچي چورلکو سربیره دا ۲۴ چورلکې به د نوموړي هیواد هوايي ځواکونه قابلیت او ظرفیت لوړ کړي.
په بیان کې راغلي دي چې په قطر ددې چورلکو پلورل به په سیمه کې موجودو موازنو ته هیڅډول زیان ونه رسوي.
د بله پلوه کارپوهانو ویلي دي چې په قطر ددې الوتکو د پلورولو د قرارداد د عملي کولو په خاطر د کانګرس رضا هم شرط ده. که چیرې کانګرس تر ۳۰ ورځو پورې په مسئلې اعتراض وکړي دا قرارداد د خنډ سره مخامخیږي. د کانګرس لخوا د اعتراض د نه کولو په صورت کې به په قطر د الوتکو د پلورولو په مسلې په رسمي توګه مذاکرات پیل شي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی