ونزویلا : د امریکا هر ډول برید ته ځواب ورکولو ته چمتو یو

د ونزویلا  د بهرنیو چارو وزیر  وویل چې د امریکا لخوا په ونزویلا  د پوځي مداخلې په مقابل کې به  سخت ځواب ورکړو.

1195860
ونزویلا : د امریکا هر ډول برید ته ځواب ورکولو ته چمتو یو

 

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د روسیې په پلازمینه  مسکو کې وکړې. هغه  چې د رسمي سفر په ترڅ کې مسکو ته تللی دی  هلته يي د لیدونو کتنو نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې د امریکا له لورې د هر ډول  پوځي برید ځواب به په پوځي برید ورکړو. هغه وویل چې  ونزویلا  حکومت  هر ډول سناریو ته  پوره چمتوالی لري خو مونږ  د هر څه نه مخکې په ډیپلوماسۍ  باور او اعتماد لرو.

هغه وویل چې هیواد يي  د سولې پلوي دی او هر چا سره د سولې خبرو ته  چمتو دی.

هغه وویل که چیرې  ددې سره سره  امریکا پوځي  لارو څخه کار اخیستو ته  مراجعه وکړي  ونزویلا هم  وسله وال پوځ لري. ملیشه ځواکونه لري. ملت  يي  ملاتړ کوي. هغه وویل چې مونږ یواځې  د مقامت او یا ځان نه دفاع  بحث نه کوو بلکې  د ستر بري  نه بحث کوو. که چیرې  زمونږ  دښمن  په هره پیمانه  قوي  وي  خو بیا هم  مونږ  د دښمن  قوي پوځ ته ماتې ورکولو ته  تیار یو.

همداشان  هغه وویل چې  کیدای  شي په ونزویلا کې د روسي متخصصینو شمیره  لوړه شي.

هغه وویل چې دم ګړۍ په ونزویلا کې د روسي متخصصینو یو کمیسیون  شتون لري او کیدای شي چې دا کمیسیون  لا پسې پراخه شي.

د ونزویلا  د بهرنیو چارو وزیر وویل چې  ونزویلا  د روسیې او چین پر ملاتړ کیدای شي چې د پيسو  د لیږد  په خاطر  د امریکايي سیستم  په بدیل کې  یوه بله  امنه  لار پیدا کړي.



اړوند خبرونه