د امریکا متحده ایالتونو په پوځ کې د جنسي پلوه د ځورونې د واقعو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
یواځې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا په پوځ کې ۲۰۵۰۰ تنه د جنسي پلوه ځورول شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونه په پوځ کې د جنسي ځورونو په اړه په هرو دوو کلونو کې یو ځل راپور خپروي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګن د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو اړوند راپور خپور کړ.
پدې راپور کې د تیر راپور په اړه په پوځ کې د جنسي ځورونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
د امریکا په پوځ کې د یوې خپلواکۍ سرچینې لخوا په ترسره شوي نظرسنجۍ کې معلومه شوې ده چې یواځې په ۲۰۱۸ کال کې په پوځ کې ۲۰۵۰۰ تنه د جنسي پلوه ځورول شوي دي.
دا شمیره د تیر کال په پرتله ۳۸ سلنه لوړه ده. همداشان په ۲۰۱۸ کال کې بیا د نوموړو کسانو نه یواځې ۶۳۰۰ تنو مقاماتو ته په رسمي توکه شکایت کړی دی.
په ۲۰۱۶ کال کې په خپور شوي راپور کې په پوځ کې د جنسي پلوه د ځورونو شمیره ۱۴۹۰۰ وه چې په ۲۰۱۸ کال کې بیا ۲۰۵۰۰ تنو ته لوړه شوې ده .
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې د ۲۰۰۴ کال راهیسې په پوځ کې د جنسي ځورونو د پيښو د کچې د راټیټولو او هغه کسان چې د جنسي پلوه ځورول کیږي په رسمي توګه د شکایت کولو لپاره د تشویقولو په خاطر یو زیات شمیر پرورګرامونه عملي کړي دي.
خو ددې سره سره په پوځ کې د جنسي ځورونو مخه نه نیول کیږي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.