امریکا د ګواتامالا د ولسمشرۍ د نوماندانو نه یو تن نیولی دی

د ګواتامالا د ولسمشرۍ د نوماندانو نه  ماریو امیلکار ایسترادا اوریلانا  د امریکا متحده ایالتونو  د میامي په ښار کې  د پولیسو لخوا  ونیول شو.

1186355
امریکا د ګواتامالا د ولسمشرۍ د نوماندانو نه یو تن  نیولی دی

 

د امریکا  د خبري رسنیو د خبر له مخې  د ګواتامالا  د ولسمشرۍ دا نوماند  په ناقانونه توګه د وسلو د قاچاق، د خپلو سیاسي رقیبانو د ترور کولو د پلان د جوړولو او  د مکسیکو  د نشه يي توکو قاچاقبرانو  ته  د قاچاق په خاطر د ګواتامالا  د بندر نه د کار اخیستو  د وړاندیز کولو  په  تورونو  نیول شوی دی.

د بله پلوه  د امریکا د میامي ښار څارنوالۍ ویلي دي چې  د ګواتامالا د ولسمشرۍ نوماند  د مکسیکو د نشه يي توکو  د قاچاقبرانو د سترې شبکې  سینالوا کاتارلي  سره    د جون په میاشت کې په ترسره کیدونکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بري په صورت کې  امریکا ته د نشه يي توکو د قاچاق په خاطر به   د ګواتامالا د بندر نه د استفادې  اجازه ورکړي  د ژمنې کولو په تور  نیول شوی دی. هغه  د نشه يي توکو د قاچاق دې  سترې شبکې سره  د هغه نه د مالي ملاتړ کولو په بدل کې  دا ژمنه کړې ده .

د ویلو ده چې که چیرې  په نوموړي لګیدلي تورونه  ثابت شي کیدای شي چې د لسو کلونو نه  تر ټول عمر پورې د بند  په سزا محکوم شي.

د امریکا  د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې د ریاست  یو تن چارواکي  ادولفوس رایټ ویلي دي چې  د مسئلې په اړه د ګواتامالا د چارواکو سره په ګډه  کار کوي. دا مسئله به د هغوې  د همکاریو سره  روښانه کړي.

هغه ویلي دي چې د نړۍوالو متحدینو سره  په ګډه  د نشه يي توکو د قاچاق پر خلاف مبارزه، هم  د منځني او سویلي امریکا  د هیوادونو په سیاسي سیستمونو کې د ستونزو د رامنځته کولو  مخه نیسي او هم  امریکا ته  د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په مسئله کې  مرسته کوي.



اړوند خبرونه