د امریکا د دفاع وزیر : ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو د سپارلو نه وروسته غواړم انقرې ته سفر وکړم

د امریکا متحده ایالتونو  د دفاع د وزارت سرپرست پاتریک شاناهان  وویل چې  ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو د سپارولو نه وروسته  غواړم دې هیواد ته سفر وکړم.

1186379
د امریکا د دفاع وزیر : ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو د سپارلو نه وروسته غواړم انقرې ته سفر وکړم

 

هغه  دا څرګندونې په پنټاګون کې  د البانیا  د دفاع وزیر سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

د امریکا  د دفاع وزارت سرپرست  د روانې اونۍ په دننه کې په امریکا کې د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار سره  د لیدنې  په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل. هغه وویل چې  د ترکیې د ملي دفاع وزیر اکار د امریکن ترک شورا د ۳۷ کنفرانس په چوکاټ کې  امریکا ته راغلی وو. هغه وویل چې  په لیدنه کې  د ترکیې او امریکا اړیکې چیرته  ډپ شوې  او څرنګه  دا ستونزه  حل کولای شو  په مسئلو  خبرې وکړې.

هغه وویل چې  پدې لیدنه کې لا زیات  په ملي منافعو  او ګټو باندې خبرې وشوې.

هغه وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه  په اړیکو کې  جدي پرمختګ شوی دی. ترکیه  د امریکا  ستراتیژیک  شریک  او متحد هیواد دی.

هغه وویل چې تل غواړي  چې  د ترکیې د دفاع د وزیر سره  لیدنه وکړي. د همدې امله  ترکیې ته  د اف ۳۵ ډوله الوتکو د سپارولو نه وروسته غواړم  چې  انقرې ته سفر وکړم.

د بله پلوه  د امریکا د دفاع د وزارت  ویاند  چارلیس سمرز  ویلي دي چې  د ترکیې سره په سوریه کې د امن سیمې د جوړولو په اړه په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.



اړوند خبرونه