په هندوستان کې د نړۍ تر ټولو اوږدې  پارلماني ټاکنې  نن پيل شوې.

په هندوستان کې پارلماني ټاکنې پیل شوې

په هندوستان کې د نړۍ تر ټولو اوږدې  پارلماني ټاکنې  نن پيل شوې.

د ویلو ده چې  په هندوستان کې پارلماني ټاکنې چې په ۷ پړاونو کې ترسره کیږي  د مې د میاشتې تر ۱۹ مې نیټې به دوام وکړي.

په هندوستان کې په سلګونو میلیونه تنه  واجد د شرایطو رای ورکوونکي  د فدرال  د پارلمان  د ۵۴۵ غړیو  نه  د ۵۴۳ تنو غړیو  د ټاکلو په خاطر د رایو د صندقونو پر لورې ځي.

د ویلو ده چې په لومړني پړاو کې  ۱۸ ایالتونه او د دوو خپلواکو سیمو  رای ورکوونکي  د پارلمان د ۹۱ وکیلانو  د ټاکلو په خاطر  رای کاروي.

په هندوستان کې  د نړۍ تر ټولو په اوږدو  دې ټاکنو کې به  ۹۰۰ میلیونه تنه  واجد د شرایطو رای ورکوونکي  خپلې رایې وکاروي.

په هندوستان کې  سیاسي ګوندونه  د پارلمان  د ۵۴۵ څوکیو نه  د ۵۴۳ لپاره  په خپلو منځونو کې  سیالي کوي.

د ویلو ده چې په هندوستان کې  د پارلمان  د ۵۴۵ تنو وکیلانو نه  ۵۲۳ تنه وکیلانو  د ایالتونو  او ۲۰ تنه وکیلانو  د ۷ متحده سیمو  لخوا  ټاکل کیږي.

همداشان  د پارلمان  دوه تنه وکیلان  د ولسمشر لخوا په هندوستان کې د میشتو انګلیس ټولنو لخوا انتصابیږي.

د هندوستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې  په ۱۹ ایالتونو کې به  ټاکنې په ۷ پړاونو کې ترسره شي. ټاکنې به  د مې تر ۱۹ مې نیټې دوام وکړي.

د ویلو ده چې  د ټاکنو لومړی پړاو نن  د اپریل ۱۱ مه نيټه  ترسره کیږي. دویم  پړاو به يي د اپریل په ۱۸ مه ، دریم پړاو به يي  د اپریل په ۲۳ مه ، څلورم پړاو به يي د اپریل په ۲۸ مه ، پنځم پړاو به يي د مې په ۶مه شپږم پړاو به يي د مې په ۱۲ او اوم  پړاو به يي د مې په ۱۹ مه نيټه  ترسره شي.

تمه کیږي چې د ټاکنو پایلې د مې تر ۲۳ مې نیټې اعلان شي.



اړوند خبرونه