په چین کې ریلګاډی د پټلۍ نه بهر شو
په چین کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو په پیښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ
1181390
د چین په مرکزي سیمه کې د حینان په ایالت کې باروړونکی ریل ګاډي د پټلۍ نه د وتو په پایله کې ۴ تو ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه نور لا درکه شوي دي.
د چین د شینهوا د خبري اژانس د خبر له مخې د حینان ایالت د ګونګي په ښار کې په المونیمو بار یو ریل ګاډی د پټلۍ نه ووت.
د ۲۵ واګوني ریل ګاډي ۱۳ واګونه د پټلۍ نه وتلي او ځینې نور بیا چپه شوي دي.
پدې پيښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د لا درکه شوو دوو تنو په خاطر د پلټنې عملیات دوام لري.
د پيښې نه وروسته سمدلاسه سیمې ته امبولانس او د ژغورنې ډلې واستول شوې.