د ویکي لکس بسټ ایښودونکی ونیولشو

د ویکي لیکس  د پاڼې بڼسټ ایښودونکی  ژولین اسینج  چې د ۲۰۱۲ کال راهیسې په لندن کې  د ایکوادور سفارت ته پناه وړې وه نن  د لندن د پولیسو لخوا ونیول شو.

1181430
د ویکي لکس بسټ ایښودونکی ونیولشو

 

د لندن  پولیسو ویلي دي چې  اسینج يي پداسې حال کې نیولی دی چې د ایکوادور  سفارت هغه ته ورکړې  پناه  حق  ترینه بیرته واخیسته.

د بله پلوه  ویکي لیکس  بیا  ویلي دي چې  د ایکوادور  د ښاغلي اسینج نه په غیرې قانوني توګه  د پناه حق بیرته اخیستی دی.

ویلکي لیکس ادعا کړې چې  د ایکوادور  یو جګپوړي چارواکي ویلي وو چې اسینج به د یوې یا دوو ورځو په دننه کې له سفارت نه وباسې  او انګلستان پولیسو ته به يي وسپاري.

ویکي لیکس ویلي دي چې  د ایکوادور حکومت  د انګلستان سره  په لندن کې  د ایکوادور د ولسمشر د ورور  د یوې دوسیې  د پټولو  په خاطر معامله کړې ده .

د یادولو وړ ده چې  اسینج  په ۲۰۱۲ کال کې هله  په لندن کې  د ایکوادور  سفارت ته پناه  یوړه چې  د خپل انټرني پاڼې له لارې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت اړوند  یو زیات شمیر پټ او محرم  انساد  خپاره کړل. هغه د تیرو ۷ کلونو راهیسې په لندن د ایکوادور د ایکوادور سفارات په یوې خونې ژوند کولو.

همداشان اسنیج په ۲۰۱۰ کال کې  په سویډن کې په یوې ښځې د جنسې تیري پر تور  تورن شو.

هغه وروسته  په لندن کې د ایکوادور سفارت پناه  یوړه.


پيوندونه: #ویکي لیکس , #اسنیج

اړوند خبرونه