د امریکا د کانګرس مسلمانه غړې الهان عمر په بمي برید ګواښل شوې

د امریکا  متحده ایالتونو د کانګرس  لومړنۍ  سرپټې  مسلمانې  غړې  الهام عمر ته  د بمي برید ګواښ شوی دی.

1177650
د امریکا د کانګرس مسلمانه غړې الهان عمر په بمي برید ګواښل شوې

 

د ویلو  ده چې الهان عمر  په یو پروګرام کې د ګډون په خاطر  لاس انجلس ښار ته سفر کړی وو چې د هغه پر هوټل  د بمي برید ګواښ شوی دی.

د امریکا  د بلاست  په نامه  یوې انټرنټي پاڼې  د محکمې نه د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې ویل يدي چې  د مارچ په ۲۳ مه نيټه الهان عمر چې  مسلمانانو او د هغوې د حقونو اړوند په یو پروګرام کې د ویناوالې په توګه د ګډون په خاطر لاس انجلس ښارته  سفر کړی وو د هغه د پاتې کیدو  هوټل په بمي برید ګواښل شوی دی.

ویل کیږي د مارچ په ۱۹ مې نيټې  یوې ښځې د نامعلوم ځای نه هوټل ته  زنګ وهلی وو او د هوټل نه يي  الهان عمر ته  د ځای نه ورکولو  او د مسلمانانو د حقونو په اړه د جوړیدونکي پروګرام  د لغوه کولو  غوښتنه کړې وه. نوموړې ښځې ګواښ کړی وو که چیرې  پروګرام  لغوه نشي او الهام عمر  پدې هوټل کې پاتې شي پر هوټل به بمي برید وکړي.

د هوټل  امنیتي  برخې  سمدلاسه  پولیسو ته  خبر ورکړ . پولیسو د هوټل  په ټیلی سکرتر کې ثبت شوې  خبرې  واوریدې. یوې میرمنې چې د نامعلوم ځای نه  هوټل ته  زنګ وهلی وو هوټل يي په بمي برید ګواښلی وو. نوموړې میرمنې ویلي وو چې  الهان عمر د امریکا د ټولنې  او ستاسې  د هوټل لپاره  تر ټولو خطرناکه  ښځه ده. هغه ته په هوټل کې ځای مه ورکوۍ او پروګرام هم  لغوه کړۍ. که چیرې  دا کار مو ونکړ  هوټل به په بمونو ولوزو.

د بله پلوه  د پروګرام  جوړونکي  د  امریکا د اسلامي اړیکو شورا  د مسئلې په اړه خپلې رسمي پاڼې له لارې یو بیان خپور  کړی دی.

د یادې شوې شورا  رئیس  دا  ګواښ  په کلکو ټکو غندلی دی  او ویلي دي چې مونږ  ددې ډول ګواښونو سره  اشنا یو. د معصوم انسان، ښځې او ماشومان په مرګ ګواښل د منلو وړ خبره نده. مونږ به  د نفرت او کینو تخم کرولو  او ډار حکمدارۍ ته هیڅکله هم اجازه ورنکړو. دا ډول ګواښونو ته  غاړه ایښودل  په اصل کې نوموړي  لا پسې زړور کوي.

هغه ویلي دي چې  مونږ  د نوي زیلاند  د برید کوونکي لخوا په خپره شوې اعلامیه کې هم  د ولسمشر ټرمپ د سیاستونو او سپین پوستو  توکمپالنې  د ستایلو شاهدي وکړه .

هغه ویلي دي چې مسئله به د نږدې نه تعقیب کړي  او امنیتي ځواکونه  د نوموړې تهدید کوونکې  د نیولو په خاطر  پلټنې کوي.



اړوند خبرونه