ټرمپ : روسیه باید خپل سرتیري د ونزویلا نه وباسي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې روسیه باید هر څه ژر د ونزویلا نه بهر شي.
هغه وویل چې د ونزویلا په مسئله کې په ټولو انتخابونو خبرې روانې دي. هغه د لومړي ځل لپاره په مسکو په مستقیمه توګه غږ وکړ چې د ونزویلا نه ووځي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان کال د جنوري په میاشت کې ځان د ونزویلا د موقت دولت په توګه اعلان کړي د ونزویلا د حکومت ستر مخالف خوان ګوایدو میرمن فابیانا روسالیس دي ګوایدو يي په سپینه ماڼۍ کې حضور ته ومنله. هغه د میرمن ګوایدو سره د لیدنې پر مهال خبري رسنیو ته وویل چې په ونزویلا کې د خوان ګوایدو او د هغه د ډلې ترڅنګ ولاړ دی او کلک ملاتړ ترینه کوي.
هغه میرمن ګوایدو ته په خطاب کې وویل چې سل په سلو کې ستاسې او د ونزویلا د ازادۍ غوښتونکي ملت ترڅنګ ولاړ یو او ستاسې نه قوي ملاتړ کوو.
هغه وویل چې په ونزویلا کې باید داسې نوی شوي خو خیر هر څه به جوړ شي.
ټرمپ وویل چې ونزویلا په اصل کې یو ډیر بډایه او د مځکې لاندې د سترو زیرمو خاوند هیواد دی. د نوموړي هیواد موجودو ستونزو یواځنی لامل نیکولاس مادورو او د هغه حکومت دی.
ټرمپ په ونزویلا کې د روسیې د نفوذ او موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې روسیه هر څه ژر باید ددې هیواد نه ووځي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې د مسکو سره مو پدې اړه ارتباط ټینګ کړی دی او که نه؟ داسې وویل ، مسکو په هر څه ډیر ښه پوهیږي.
هغه وویل چې د مادورو حکومت ته نور هیڅ هم ندي پاتې. د پوځ نه پرته نور هغوې په لاس کې څه نلري. په ونزویلا کې انسانان له ولګې مري خو د مادور حکومت هیواد ته مرستو داخلیدو ته اجازه نه ورکوي. هغه وویل چې د ونزویلا په مسئله کې په ټولو انتخابونو بحث روان دی.
همداشان د ونزویلا د مخالف مشر میرمن روسالیس ګوایدو بیا وویل چې د امریکا او ولسمشر ټرمپ نه يي د مرستې غوښتنه کړې.
هغې د امریکا او ټرمپ نه د قوي ملاتړ له امله مننه وکړه.
د ونزویلا سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې د مارچ په ۲۴ مه نيټه د روسیې د دفاع وزارت اړوند یوه باروړونکې او یوه نورماله الوتکه د پلازمینې کاراکاس په شمال کې د سیمون بولیوار په نړۍوال هوايي ډګر کې راښکته شوې. پدې الوتکو کې تر سلو ډیر روسي سرتیري او ۳۵ ټنه هم طبي توکي ونزویلا ته راوړل شول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې بیا ویلي دي چې روس سرتیري د ونزویلا او روسیې ترمنځه د موجود تړون په چوکاټ کې د تخنیکي همکاریو په موخه دې هیواد ته تللي دي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه