په اتریش کې د یو افراطي توکمپاله غورځنګ سره د نوي زیلاند د برید کوونکي اړیکې تثبیت شوې
اتریش لومړي وزیر سبستین کورز ویلي دي چې په اتریش کې هغه سازمان چې د نوي زیلاند د برید کوونکي سره اړیکې درلودې تثبت کړی دی.
هغه وویل چې د اتریش د هویت د غورځنګ او نوي زیلاند د برید کوونکي ترمنځه قوي اړیکې تثبیت شوي دي. د نوموړو ترمنځه د مالي ملاتړ اړیکې شتون لري.
د اتریش لومړي وزیر دا څرګندونې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته وکړې.
هغه وویل چې په اتریش کې هیڅډول افراطیت ځای نلري او د ټولو هغه ډلو پر خلاف به جدي مبارزه وکړو چې غواړي افراطیت خپور کړي.
هغه وویل چې په نوي زیلاند کې په دوو جوماتونو د برید کوونکي او د اتریش د هویت د غورځنګ د ویاند مارتین سیلنر ترمنځه اړیکې تثبیت کړي دي.
د نوموړو د ترمنځه د موجودو اړیکو د ټولو جزیاتو د معلوماتو په خاطر تحقیقات دوام لري.
هغه وویل چې « په اتریش کې د هویت د غورځنګ د تړولو په خاطر مې د کورنیو چارو او عدلیې د وزیرانو سره خبرې وکړې. دواړه وزارتونه به ددې ساختار پر خلاف خپل ټول امکانات سفر بر کړي. »
د ویلو ده چې استرالیايي برید کوونکي د مارچ په ۱۵ مه نیټه په نوي زیلاند کې په دوو جوماتونو د جمعې د لمانځه پر مهال بریدونه وکړل چې په ترڅ کې ۵۱ تنه شهیدان او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
لومړي وزیر سبستین وویل چې د نوي زیلاند د برید کوونکي او هویت د غورځنګ د ویاند ترمنځه د اړیکو د تثبت نه سمدلاسه وروسته د دوشنبې پر ورځ هر اړخیزه تحقیقات پيل شول.
هغه وویل چې د هویت د غورځنګ د ویاند مارتین کور پلټل شوی دی . د پلټنو پر مهال د استرالیايي ترهګر سره د عینې تخلص په نامه یو کس مارتین ته ۱۵۰۰ ایرو مرسته رالیږلې ده .
لومړي وزیر د استخباراتو د معلوماتو له مخې وویل چې د نوي زیلاند برید کوونکی د ۲۰۱۸ کال د نوامبر په ۲۶ مه نيټه اتریش ته راغلی وو او د ویانا په ګډون بیلابیلو ښارونو ته سفر کړی دی.
د ویلو ده چې په اتریش کې ښي اړخه افراطي د هویت غورځنګ د کډوالو، مسلمانانو او بهرنیانو پر خلاف د دښمنۍ سره مشهور دی.
نوموړی غورځنګ وايي چې موخه يي اروپا د کډوالو او مسلمانانو نه پاکول دي. دې غورځنګ په کراتو د مسلمانانو ، کډوالو، اسلامي ادارو پر خلاف مظاهرې کړي دي.