د اسلام او مسلمانانو سر سخت دښمن د اسلامي مرکز نه د لیدنې سره مسلمان شو

د امریکا د پوځ یو تن پخوانی  سرتیري  د اسلام او مسلمانانو پر مقابل کې  سخت نفرت او کینه په مینه او محبت  بدله شوه.

1170964
د اسلام او مسلمانانو سر سخت دښمن د اسلامي مرکز نه د لیدنې سره مسلمان شو

د امریکا د پوځ یو تن پخوانی  سرتیري  د اسلام او مسلمانانو پر مقابل کې  سخت نفرت او کینه په مینه او محبت  بدله شوه. نوموړي امریکايي سرتیري د اسلام پر مقابل کې د سخت نفرت او کینې له امله  غوښتل چې  یو اسلامي مرکز  بمي بریدونه وکړي خو کله چې د کشف په خاطر  د نوموړي مرکز نه لیدنه وکړه د اسلام د دین  د ډیر سخت تاثیر لاندې  راغی  او د اسلام پر مبارک دین مشرف  شو.

پداسې حال کې چې په  نوي زیلاند کې پر دوو جوماتونو  د ترهګري برید او په لویدیځه نړۍ کې  د سپین پوستو سره د ځانګړي چلند  او اسلام دښمنۍ په اړه  بحثونه  دوام لري  د ریچارد مک کیني په نامه د امریکا د پخواني عسکر  د ژوند کیسې  د ټولو توجه ځانته جلب کړې ده.

مک کیني  ویلي  د امریکا د انډیانا په ایالت کې  په یو اسلامي مرکز  د بمي بریدونو  پلان جوړ کړی وو. د برید نه مخکې  وغوښتل چې  د یاد شوي مرکز نه  لیدنه وکړي ، خو کله  چې  دې مرکز ته  لاړ  د اسلام د مبارک دین د ډیر سخت تاثیر لاندې راغی.

د امریکا د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې  مک کیني  د اوږدو کلونو لپاره  د امریکا د سمندري پلو ځواکونو په چوکاټ کې  په منځني ختیځ، سومالیا، فیلیپین او سویلي امریکا په څیر  په یو زیات شمیر هیوادونو کې  دنده  ترسره کړې ده. هغه هیواد ته د راستنیدو نه وروسته  د اسلام د دین پر وړاندې  د نفرت او کینې نه ډک وو.

رسنیو د مک کینې له قوله لیکلي دي چې  هیواد ته د راستنیدو نه وروسته  په سیمه کې په یو اسلامي مرکز او جومات  د بمي برید پلان جوړ کړ. بم يي هم  پخپله جوړ کړ. هغه ویلي دي غوښتل يي چې پدې برید کې  ګن شمیر مسلمانان ووژني. د برید په اړه يي ټول پلانونه  جوړ کړل.

هغه ویلي دي چې حتا  د نیول کیدو پر مهال يي زندان  هم  په ځان منلی وو. د اسلامي مرکز نه يي لیدنه وکړه. د همدې  پلان په جزیاتو يي کار کولو چې یوه ورځ  کوچنۍ  لور يي د ښوونځي نه راغله  او نوموړي  ته  په ټولګي کې  د یوې مسلمانې ماشومې د جامو  او رسم  او رواجونو په اړه  بحث وکړ. مک کینې وویل چې  ددینه پرمختګ نه يي وروسته وغوښتل چې هم به پدې اسلامي مرکز کې کشف وکړي او هم  به د مسلمانانو سره اشنا شي. مرکز ته لاړ او د مسلمانانو سره  اشنا شو. خو اسلامي ته د تلو سره  سم  د یو ډول تاثیر لاندې راغی. هلته ورته  ځینو مسلمانانو د قرانکریم ځینې ایتونه  ولوستل  او د اسلام  د دین په اړه يي ورته  ځینې معلومات ورکړل. مک کینې وویل چې  د اسلامي مرکز سره يي علاقه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو وه. د مسلمانیدو نه  مخکې اته اوونۍ دې مرکز ته لاړ او راغی  چې په پایله کې  د مسلمانیدو پریکړه وکړه.

هغه ویلي دي چې  د مسلمان کیدو نه وروسته  د یو زیات شمیر نورو کسانو لپاره هم  د مسلمانیدو وسیله شو. هغه ویلي دي چې د اسلام سره يي مینه دومره  ډیره شوه چې اوس د همدې اسلامي مرکز د ریاست  دنده په غاړه لري.

هغه ویلي دي نن ددې اسلامي مرکز چې یوه ورځ يي پرې د بمي بریدونو پلان درلود  رئیس  دی.

هغه ویلي دي چې اوس  يي خپل عمر  د اسلام مبارک دین پر وړاندې د غلطو او ناسمو فکرونو  او نظرونو د لمنځه وړو  ته وقف کړی دی. هغه  ویلي دي چې  د مسلمانانو او اسلام نه د حفاظت په خاطر  هر ډول فداکارۍ ته  تیار  دی.



اړوند خبرونه