ټرمپ غواړي چې د اسراییلو د اشغال لاندې د ګولان تپې په رسمیت وپیژنې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د ګولان د تپو اړوند د غیرې مسئولانه او رسوايي نه ډکو څرګندونو نه وروسته غواړي چې د اشغال لاندې دا سیمې په رسمي توګه د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت وپیژني.
دا ادعا د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست او ټرانسپورت وزیر يسرایل کاتز کړې ده .
هغه د ټولنېزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ به په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په حضور کې د ګولان تپې د اسراییلو د خاورې په توګه د په رسمیت پیژندو اړوند تقنیني فرمان لاسلیک کړي.
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د اسراییلو او امریکا ترمنځه اړیکې د نوموړو دوو هیوادونو ترمنځه په تاریخ کې تر ټولو په ښې سویه کې قرار لري.
د ویلو ده چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته سفر کړی نن به په واشنګټن کې په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ سره لیدنه وکړي.
ټرمپ او نتنیاهو به سبا د ماښام په میلمستیا کې یو ځل بیا لیدنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د مارچ په ۲۱ مه نيټه ویلي وو چې ددې وخت رارسیدلی دی چې د ګولان ټپې د اسراییلو د حاکمیت لاندې د سیمې په توګه د په رسمیت وپیژنو.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی