ټرمپ د روسیې سره د پټو اړیکو درلودو په قضیه کې بې ګناه ثابت شو
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د روسیې سره د اړیکو د درلودو په څیړونو کې بې ګناه ثابت شو.

د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي صلاحیت خاوند څارنوال روبیرت مولر د تیرو ۲ کلونو راهیسو د روانو تحقیقاتو په نتیجه کې وویل چې د ولسمشر ټرمپ او روسیې ترمنځه د پټې همکارۍ اړوند کومه نښه او نښانه نده موندل شوې.
د ویلو ده چې په امریکا کې د ۲۰۱۵ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په ټرمپ او د هغه د ټاکنیز کمپاین په ډلې د روسیې سره د پټو اړیکو درلودو تور لګول شوی وو.
په امریکا کې ددې مسئلې د څیړولو په خاطر د ځانګړي صلاحیت خاوند څارنوال په دنده وګمارل شو.
نوموړي څارنوال د ټرمپ او روسیې ترمنځه د پټو همکاریو په اړه د اوږدو څیړونو نه وروسته نهايي نتیجه اعلان کړه.
پدې څیړونو کې معلومه شوه چې ټرمپ د روسیې سره هیڅډول پټې د همکارۍ اړیکې نلري. خو په راپور کې راغلي دي چې روسیې دوه ځله د امریکا په ټاکنو کې د مداخله کولو هڅه کړې ده .
د څارنوال لخوا د ترسره شوو تحقیقاتو پایلې د امریکا د عدلیې وزیر ویلیم بار اعلان کړې.
ځانګړي څارنوال مولر ویلي دي چې د ټرمپ لخوا د روانو تحقیقاتو پر وړاندې د خنډ جوړولو اړوند کومه نښه او نښانه نده موندل شوې خو دا پدې معنا نده چې هغه په ټوله معنا بې ګناه ثابت شي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د عدلیې د وزیر لخوا د راپور د خپریدو نه وروسته خپل بری اعلان کړ او وویل چې « د چا سره مو پټ تړون او یا اړیکې ندي جوړي کړي، د عدالت مخه مو نده نیوله او په ټوله معنا سره مو بې ګناهي ثابت شوه. د همدې امله د امریکا د انکشاف په خاطر به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.
د بله پلوه د ډیموکراټ ګوند وکیلانو بیا د څارنوال لخوا جوړ شوی راپور په مکمل ډول باید د خلکو سره شریک شي غوښتنه کړې ده .