په نوي زیلاند کې د تیرې جمعې د برید نه وروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځ ادا شو

د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې نن هم مسلمانان یواځې پرینښودل او هغوې سره سم د جمعې د لمانځه په خاطر په جوړ شوو مراسمو کې ګډون وکړ

1168518
په نوي زیلاند کې د تیرې جمعې د برید نه وروسته  د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځ ادا شو

په نوي زیلاند کې  د تیرې جمعې پر ورځ  په دوو جوماتونو  د قاتلانه او وحشیانه بریدونو نه وروسته چې په پایله کې ۵۰ تنه مړه او ۵۰ تنه نور ټپيان شول  نن د جمعې د لمانځه په خاطر  اذان د نوموړي هیواد د دولتي تلویزیون او راډیو لخوا  په ژوندۍ بڼه  خپور شو.

د کریستچرچ  د ښار د شهیدانو په خاطر نن  د نوي زیلاند په ټولو ښارونو کې  د یادغونډې  او مراسم  جوړ شول.

د نوي زیلاند  په دولتي تلویزیون کې  د جمعې د لمانځه په خاطر په ژوندۍ بڼه د اذان د خپریدو نه وروسته   قربانیانو ته د درناوي په خاطر  دوه دقیقې  چوپتیا  غوره  شوه.

د نوي زیلاند  لومړۍ وزیرې  جسیندا آردرن  چې  د نوموړو ترهګرو پيښو نه وروسته  د نیولو تدابیرو، مسلمانانو نه د قوي ملاتړ  او هغوې سره  د هر ډول غمشریکۍ او غمرازۍ  په ښودولو سره  د ټولې نړۍ  لخوا ستایل شوې ده  نن د کریستچرچ د هګلي په پارک کې  د جمعې د لمانځه په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ.

هغې  د جمعې د لمانځه نه مخکې  د لمانځه په خاطر راټولو شوو مسلمانانو ته  لنډه وینا وکړه.

هغې  وینا  د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص )  په یو حدیث شریف پيل کړه .

هغې وویل چې « حضرت محمد فرمایلي دي چې  په  متقابل شفقت، مرحمت او محبت باور کوونکي  د یو بدن د غړیو  په څیر  دي. که چیرې د بدن  هر غړی  درد وکړي  ټول  بدن  ورسره  د درد احساس کوي. نوی زیلاند  ستاسې  تر څنګ  دی. دا ماتم  زمونږ  د ټولو  دی. »

همداشان د النور د جومات  خطیب  د جمعې په خطبه کې  د لومړۍ وزیر آردرن  ، حکومت او نوي زیلاند  د خلکو نه  د ملاتړ، خواخوږۍ  او غمشریکي  له امله  مننه وکړه.

هغه وویل  چې  ترهګر رنګ، دین، مذهب، قوم او هیواد نلري. نوي زیلاند ټولو ته دا ښکاره کړه چې  هیڅوک يي ماتولی نشي. نوی زیلاند  په نړۍ کې  د مینې ، محبت او یووالي په برخه کې نمونه د مثال  یو هیواد دی. هو  زمونږ  زړونه به مات وي خو  وجود مو سالم  دی. هیڅوک  مونږ ماتولی  نشي.



اړوند خبرونه