د امریکا د کانګرس غړې : د امریکا لخو د عراق اشغال نامشروع او غیرې قانوني وو

د امریکا متحده ایالتونو  د ولسي جرګې غړې  الهان عمر  د امریکا  لخوا د عراق  اشغال غیرې قانوني وباله  او وویل چې  ددې اشغال له امله  وژنې اوس هم  دوام لري.

1167767
د امریکا د کانګرس غړې : د امریکا لخو د عراق اشغال نامشروع  او غیرې قانوني  وو

 

الهان عمر  په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا پر عراق د اشغال د کلیزې له امله  د ټولنیزې مډیا له لارې  پیغام خپور کړی دی.

هغې په خپور کړې پیغام کې ویلي دي چې  امریکا  ۱۶ کاله مخکې په غیرې قانوني توګه عراق اشغال کړ  او دا هیواد يي د وینو په جهیل  او کنډوالو د بدلولو نه وروسته  ووت.

هغه ویلي دي چې د امریکا د اشغال پر مهال په عراق کې ۴ زره ۴۹۶ امریکايي سرتیري او تر سلو زرو تنو ډیر  ملکي عراقیانو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان دې اشغال  د سیمې امنیت او استقرار او په نړۍ کې د امریکا اعتبار ته  ډیر ستره صدمه  او ګوزار  ورکړی دی.

هغې ویلي دي چې  هغه کسان  چې  د درواغو او ناسمو ادعاګانو سره  دې  اشغال ته زمینه برابره کړې ده  باید  حساب ورکړي.

د ویلو ده چې د عراق د وخت ولسمشر جورج بوش  د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په میاشت کې  ادعا وکړه چې د صدام حسین  رژیم  بیالوژیکې ، کیمیايي او اټومي وسلې لري  چې دا ټول  درواغ  او خالي ادعا وه. همداشان  په هغه وخت کې د بوش  مرستیال دیک چیني  هغه ادعا چې  د سپټمبر د یوولسمې د پيښې مسئولینو د عراق د استخباراتو سره  لیدلي ا وخبرې کړي  دا  درواغ وو.

د ویلو ده چې  دیک چینې د ۲۰۰۲ کال د اګست په میاشت کې پخپله وویل چې  اوس پدې خبره پوره باور  لري چې  د صدام حسین رژیم  اټومي او کیمیايي وسلې لري.

دا ادعا درواغ او غلطه وه. دا ټولنې څرګندونې او ادعاګانې یواځې  ناسمه  نده  بلکې درواغ وې. پدې خبره استخباراتي ارګانونه هم  ډیر ښه پوهیدل. خو له بده مرغه چې ددې سترې فاجعې مسئولین  تر اوسه پورې  خلاص لاسونه او په آرامه زړونو  ژوند کوي.

د بله پلوه د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندۍ نوماند  برني سنډرز هم  د امریکا لخوا د عراق پر اشغالولو  سخته  نیوکه کړې ده .

سنډرز  هم  د ټویټر له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ۱۶ کاله مخکې د عراق د اشغالولو سره  ډير سخت مخالفت کړی وو او خبرداری ورکړی وو چې  دا اشغال  پایلې به  ډیرې  بدې وي. هغه ویلي دي چې  امریکا نن ورځ هم  د عراق د اشغالولو د بدو پایلو سره  مجادله کوي او کیدای شي چې دا خبره  کلونه کلونه دوام وکړي.

هغه ویلي دي چې مونږ د جګړې نه بلکې د ډیپلوماسۍ  پر بڼسټ ولاړ  یو بهرني سیاست ته اړتیا لري.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  پخواني ولسمشر جورج بوش  د ۲۰۰۳ میلادي کال  د مارچ په ۱۷ مه نيټه  د عراق د وخت ولسمشر صدام حسین او د هغه کورني ته د عراق نه د وتو په خاطر ۴۸ ساعته مهلت ورکړ. هغه صدام حسین ته وویل که چیرې  پدې ۴۸ ساعتونو کې د عراق نه ونه وځي  په عراق به پوځي مداخله وکړي. بوش  د مهلت د پوره کیدو نه  وروسته  د مارچ په ۱۹ مه نيټه  د ائتلافي هیوادونو په مرسته او ملاتړ  په عراق د پوځي  عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړ.

امریکا وویل چې ددې پوځي عملیاتو نه يي موخه  په عراق کې د ډیموکراسۍ راوستل دي. همداشان عملیاتو ته د ازادۍ  نوم  ورکړ  خو له بده مرغه چې  دا اشغال په عراق کې د ازادۍ پر ځای په مذهبي  جګړو او ترهګرۍ بدله شوه. په عراق کې په سلګونو زره تنه ملکي وګړي ووژل .

همداشان په عراق کې پدې پوخي عملیاتو د میلیاردو ډالرو د مصروفیدو نه وروسته د داعش ترهګره دله  رامنځته شوه.



اړوند خبرونه